اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د وزارت ماتحت ادارو الوداعي دورې كړی دي ٬مريم اورنګزېب د اے پي پي ګلوبل٬اے پي پي وېب ټي وي٬سوشل مېډيا ډيسك٬انګريزۍ ميګزين او وېب پاڼې پرانسته وكړه٬ وفاقي وزيرې د رياستي مېډيا(اے پي پي٬ پي ټي وي٬راډيو پاكستان٬اي پي ونګ)په هڅو نړۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو عمل هم وستائېلو٬سردار احمد نواز سكهيرا په مشرۍ كښې پي ټي وي او د جمال شاه پھ مشرۍ كښې د پي اېن سي اے هلې ځلې د ستائنې وړ دي۔د زيارت په ورځ د حكومت پنځه كلنه آئيني مودې پھ تر سره كېدو د اطلاعات وزيرې مريم اورنګزېب په الوداعي دوره اے پي پي هېډكوارټر ته لاړه۔په دې مهال د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك٬ايګزېكټو ډائرېكټر اختر منير ٬ نورو ډائرېكټرانو قمر الله چوهدري٬اكرم ملك د هغې هركلے وكړو۔د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك وفاقي وزيرې له بريفنګ وركولو سره ووئيل اے پي پي په وړومبي ځل د خبر رسنو ادارو ترمينځه د كار اشتراك ودې له دوه ورځنۍ نړيوال كنفرنس(آئي سي اېن اے)كړی چې پكښې چين٬انډونېزيا٬آذربائيجان٬ايران٬ رومانيه٬اومان٬بلغاريه٬تركيه٬مصر٬قزاخستان٬لبنان٬سوډان٬تيونس٬سعودي عرب او د سوريې پشمول د اتلس هېوادونو څخه 22 استازو ګډون كړی ۔د دې كنفرنس سفارش له مخې اے پي پي هېډكوارټر كښې يو سېكرټرېټ جوړ كړی شوې او د اے پي پي ګلوبل په نامه يو پورټل جوړ كړی شوې چې پكښې به د ټولو غړو د نيوز ايجنسو د خبرونو تبادله كېږي او دې سره سره اے پي پي د 42 هېوادونو سره د لوظ نامو ترمخه د خبرونو تبادله كېږي
متعلقہ مضامین
-
Punjab records 515 dengue cases and 2 deaths in 24 hours
-
Punjab records 515 dengue cases and 2 deaths in 24 hours
-
Enough is enough!
-
Influential landlord raped a disabled housemaid in Chiniot
-
FM Qureshi meets Iranian president Ebrahim Raisi
-
SC releases detailed judgement in Nasla Tower case
-
Lahore court issues bailable arrest warrants of Shahbaz Gill
-
Governor, Mayor Istanbul agree to declare Karachi, Istanbul sister cities
-
Inter Provincial Ministerial Group vows to enhance women’s representation across party lines
-
Schools to remain close in Jhelum due to TLP rally
-
Schools to remain close in Jhelum due to TLP rally
-
HPP, WWF-P join hands for ‘Rung Do Pakistan’