اسلام آباد/ نيويارك ۔25مئی (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي نړيوال امن او امنيت ته وده وركولو لپاره به د څو لسيزو پخوانۍ د كشمير او فلسطينۍ ستونزو بنيادي سببونو ته پام لرنه كول وي۔ كشمير او فلسطين كښې په وګړو بريدونه د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې په مسلح شخړو كښې د وګړو حفاظت په اړه بحث كښې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل هغه وخت لاړو چې په وګړو به د مسلح شخړو د اثرات زيان محدود وو۔ جنسي زياتۍ ٬ جبري بې دركه كول ٬ مړي او هدفي بريدونه د موجوده دور د مسلح شخړو تور بابونه دي او د بشري زيانونو تر ټولو تور عكس وړاندې كوي۔ دې ووئيل د وګړو حقونو او د بشري ژوند احترام په اړه د وګړو د تحفظ په لړ كښې د جنېوا كنونشنز خلاف ورزۍ كیږي او د داسې جرمونو منصوبه سازو ته د ملټري كمانډرانو لخوا اعزازونه وركولې شي۔ سفارتې استازې ووئيل فلسطين او مقبوضه كشمير د سلامتي كونسل په ايجنډا ډېره پخوانۍ مسئلې دي۔ ډاكټر مليحه لودھي 15 كسيزه سلامتي كونسل ته ووئيل د سلامتي كونسل لخوا په غېر ملكي جارحيت او قبضه د كومې كاروائۍ نه كولو په سوب داسې صورتحال رامخې ته كېږي كوم كښې چې جرمونه كېږي٬ د وګړو په مرګ ژوبله كښې زياتوالې كېږي چې په نتيجه كښې ئې بې كوره شوې كورنۍ د بشري خواخوږۍ په بنياد مرستې او تحفظ ته اړتيا لري۔ پاکستانی سفارتی استازې ملیحه لودھی بحث راغونډولو كښې د وګړو تحفظ مقاصد ترلاسه كولو له د جنګي شخړو رامخې ته كېدو مخنيوي په حاجت زور راوړو۔ دې ووئيل مونږ له به د وګړو تحفظ له اجتماعي هڅې كول وي۔ ګني په بل صورت به مونږ د سبب لرې كولو په ځائې يوازې د علاماتو علاج كوو
متعلقہ مضامین
-
IHC issues notices in petition about NAB ordinance
-
Pakistan, IMF reach staff-level agreement: Shaukat Tarin
-
Suppression of Eid Milad processions in India widely condemned
-
NA passes 18 bills for joint session of parliament
-
PM for effective gate-keeping of pornographic online content
-
People of DI Khan, Swabi demand protection of migratory birds
-
GSP Plus status: Sarwar returns after his Europe visit
-
Opposition’s protest against national interest: CM
-
“I am in Islamabad for medical treatment,” says lost Bushra Rind
-
Speculation, misleading facts foster yellow journalism: Farrukh
-
PDM decides to organize provincial committees for protests
-
UMT holds 20th annual convocation 2021