اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په سوشل مېډيا د هندوانو د شري بهګوان د بې حرمتۍ پھ معامله د كورنيو چارو وزارت ته د سائبر كرائم له مخې كاروائي كولو سره په 7 ورځو كښې د راپور وړاندې كولو هدايت كړی او د كورنيو چارو دوهم وزير طلال چوهدري ايوان ته باور وركړې چې د دې معاملې به پلټنې وكړی شي۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې د اعتراض په نكته اقليتي غړي رمېش لعل ووئيل چې زمونږ د بهګوان پھ سوشل مېډيا بې حرمتي شوې۔دا په سائبر كرائم كښې راځي۔د شري بهګوان په تصوير د عمران خان تصوير لګولې شوې٬دې سره د 40 لكو نه د زياتو هندوانو زړه ازار شوې۔مذهب سره د دې ټولو ټوقو بايد پلټنې وكړی شي۔سپيكر دې پھ دې معامله رولنګ وركړي۔سپيكر د كورنيو چارو وزير ته هدايت وكړو چې دا معامله دې اېف آئي اے ته وسپارلې شي او د سائبر كرائم له مخې د مقدمه درج كړی شي۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې دې فعل سره د هندوانو زړه ازار شوې بايد د دې تحقيقات وشي چې دا د كومې وېب پاڼې نه راغلې۔لعل چند ووئيل چې څو ځله په سوشل مېډيا زمونږ د بهګوان بې حرمتي كېږي داسې معلومېږي چې دا زموڼږ په ضد سازش دې۔د دې پلټنې دې وكړی شي۔سپيكر ووئيل چې په 7 ورځو كښې دې پلټنې ترسره كړی شي۔دوهم وزير طلال چوهدري ووئيل چې په دې به كاروائي كولې شي خو په بهرنيو هېوادونو كښې د رجسټرډ وېب پاڼو څخه هم داسې كېږي
متعلقہ مضامین
-
Shehrayr Afridi to highlight Kashmir dispute in US
-
PM initiates dialogue with Taliban for inclusive govt
-
Pakistan Army troops participate in UN Peacekeeping Exercise ‘Shared Destiny 2021’
-
CJP inaugurates Pakistan Corner at Al Azhar University Jakarta
-
Dengue virus looms over Punjab as province reports 34 cases in a day
-
FIA arrests MCB VP for influencing witnesses in money laundering case against Shehbaz
-
Dengue virus looms over Punjab as province reports 34 cases in a day
-
MoHR to ensure implementation of ‘Transgender Act 2018’
-
PTI govt afraid of ECP’s opposition to EVMs: Senator Khokhar
-
Mehbooba for opening mosques in IIOJK for Friday prayers
-
Riyasat-e-Madina essence of Pakistan’s ideology: Ashrafi
-
Environmental pollution biggest challenge: SACM