اسلام آباد 06مئی(اے پي پي) د صنعت٬پېداوار اينډ فوډ سكيورټي وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاكستان كښې د جاپان سفير واډا مسټوهيرو ملاقات كړې۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې خوښې چارو پشمول په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع په پاكستان كښې د جاپان سفير وفاقي وزير سره په پاكستان كښې د جاپان ګاډي جوړؤنكو ادارو ته په رامخې ته شويو چېلنجونو هم خبرې وكړې۔ رانا تنوير حسېن ووئيل چې جاپان د پاكستان تر ټولو نزدې دوست دے٬پاكستان جاپان سره د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔وفاقي وزير ووئيل چې جاپان د پاكستان په آټو انډسټري كښې مهم كردار ادا كوي٬پاكستان هيله لري چې نور به هم جاپاني كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كار وكړي٬پاكستان به جاپاني كمپنو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره آسانۍ وركوي۔رانا تنوير حسېن ووئيل چې موجوده حكومت د صنعت او زرعي پرمختګ لپاره پوخ عزم لرلې٬د صنعت او كركيلې پرمختګ لپاره سرمايه كارو ته آسانۍ وركول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده
متعلقہ مضامین
-
Saudi Pak Business Council lauds CBD Punjab and RUDA
-
‘Equipping students with skill-based knowledge key to address challenges’
-
Pakistan dispatches relief assistance to Afghanistan
-
MNAs hold PTI responsible for economic crisis, inflation
-
The Economist ranks ‘Karachi’ world’s worst cities to live in
-
The Economist ranks ‘Karachi’ world’s worst cities to live in
-
PM Shehbaz calls his Afghan counterpart; assures support for quake victims
-
‘Azadi March’ vandalism: Court grants interim bail to Imran Khan till July 6
-
NA takes up Upper House’s 27 budgetary, 217 PSDP related recommendations
-
Transaction of power through 13th amendment highly commendable: AJK PM
-
NA takes up Upper House’s 27 budgetary, 217 PSDP related recommendations
-
Old enmity claims life