اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د نړيوالو شراکت دارو په مرسته او د هېواد د ادارو د مخنت د لارې پاكستان څخه د پوليو د خاتمې د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي منطقې څخه د پوليو د خاتمې لپاره پاكستان او افغانستان له مرسته ضروري ده، د پوليو مخنيوي كمپائن كښې برخه اخستونكو ډلو ته به بشپړ تحفظ وركولې شي٬ هېواد څخه د پوليو خاتمې لپاره دې ګڼ اړخيزه كمپائن وچولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه ده بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډيشن ګلوبل ډويلپمنټ ډويژن او د پوليو اوورسائټ بورډ صدر ډاکټر کرسټوفر ايلائييس په مشرۍ كښې د پوليو مخنيوي اقدام پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ د پلاوي په غړو كښې د صحت نړيوالې ادارې د اېمرو ريجن ريجنل ډائريکټر ډاکټر حنان بلخي، سوئيلي آسياء لپاره د يونېسېف ريجنل ډائريکټر سنجے ويجيسيکرا، د سنټر فار ډيزيز کنټرول د پوليو برانچ چيف ډاکټر اوموټايو بولو، په پاکستان كښې د صحت نړيوالې ادارې نمائنده ډاکټر لؤو ډاپينګ، په پاکستان كښې د يونېسېف نمائنده عبدالله فاضل، د پوليو مخنيوي لپاره د صحت نړيوالې ادارې ډائريکټر ډاکټر حامد جعفري او د پوليو دوهم ډائريکټر بل اينډ ميلنډا ګيټس فائونډيشن مائيکل ګيلوے شامل وو۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، دوهمه وزيره شزا فاطمه خواجه، صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر مختار ملك او د اړوند ادارو لوړ پوري هم موجود وو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پوليو يو موذي مرض دے او د دې پاكستان څخه د خاتمې عزم لرو۔ وزيراعظم د اطلاعات وزارت ته امر وكړو چې د پوليو مخنيوي نړيوال اقدام سره په پاكستان كښې د پوليو خاتمې لپاره يو مشتركه او ګڼ اړخيزه كمپائن وچلوي۔ ده ووئيل د پوليو كمپائن كښې د شاملو ټولو ادارو احتساب او په دې عمل كښې به سپېځلتيا باوري كولې شي، د پوليو مخنيوي كمپائن كښې برخه اخستونكو ډلو ته به بشپړ تحفظ وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د نړيوال اقتصادي فورم په مهال د سعودي لخوا د پوليو مخنيوي نړيوال اقدام لپاره د 500 مېليونه ډالره عطيه اعلان خوشبينه دے۔ پلاوي وزيراعظم په پاكستان كښې د پوليو مخنيوي په اړه د جاري اقدامات د پېشرفت په اړه هم خبر كړو۔ پلاوي د پوليو مخنيوي لپاره د پاكستان حكومت په عزم وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كرې۔ پلاوي وزيراعظم په پاکستان كښې د پوليو اميونائيزيشن په اقدامات كښې د رامخې مسئلو په اړه هم خبر كړو۔ ډاکټر کرسټوفر وزيراعظم ته پېروزئنې وړاندې كولو سره ووئيل بل ګيټس ستاسو د پنجاب واكمنۍ په مهال د پوليو مخنيوي لپاره د اقدامات نه ډېر متاثره دے
متعلقہ مضامین
-
Festival highlights importance of book reading
-
250 detained for involvement in riots, firing in NA-240 by-poll
-
250 detained for involvement in riots, firing in NA-240 by-poll
-
PSP’s Kamal rejects NA-240 by-poll result
-
Notices issued on petition seeking Aamir Liaquat’s autopsy
-
Notices issued on petition seeking Aamir Liaquat’s autopsy
-
No decision taken to shut down commercial feeders from 7-10 p.m, Energy Ministry clarifies
-
State is responsible for forced disappearances, says IHC CJ
-
PM Shehbaz inquires after Daniyal Aziz, who injured in accident
-
No decision taken to shut down commercial feeders from 7-10 p.m, Energy Ministry clarifies
-
PNS pays tribute to late Dr I.H.Usmani
-
Coalition government to ‘extinguish fire of inflation’ ignited by Imran: Marriyum