اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف به نړيوال اقتصادی فورم نړيوالې مرستې ، پرمختګ او د توان په اړه خصوصی غونډه كښې ګډون لپاره نن د خالي په ورځ د سعودی عرب پايه تخت ریاض ته ځي۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې تفصیلات له مخې وزیراعظم ته د نړيوال اقتصادی فورم په دې غونډه كښې د ګډون كولو بلنه د سعودی عرب ولی عهد او وزیر اعظم عزت مآب محمد بن سلمان آل سعود او د نړيوال اقتصادی فورم بانی او چیف ایګزیکټو کلاؤس شویب د اړخه وركړې شوي۔وزیراعظم به د نړيوال صحت ،فنانشل ټیکنالوجیز ، انفارمېشن ټیکنالوجی ، كوټلې پرمختګ ، سيمه ايزې مرستې او نړيوال پرمختګ په تناظر كشې د توان متوازن استعمال په اړه د پاکستان مؤقف نړۍ ته وړاندې كوي۔نړيوال اقتصادی فورم دې خصوصی غونډي په سائیډ لائینز به وزیراعظم د مهمو نړيوالو لارښودو ، نړيوالو ادارو مشرانو او نورو مهمو شخصیات سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔وزیراعظم سره د پلاوي كښې وفاقی کابینې هم غړي هم شامل وي۔ډبلیو ای ایف غوندې په موقع د هغه د نړيوالو لارښودو ، نړيوالو ادارو مشرانو او نور مهم شخصیات سره دوه اړخيزه ملاقاتونه ههم متوقع دي۔نړآوال اقتصادی فورم د اړخه جاری شوې يو پریس ریلیز كښې وئيلي شوې چې کاروباری څانكې ، حکومت او تعلیمی ادارو سره تعلق لرونكې تقریباً 1,000 لارښود به نړيوالې مرستي ، نمو او د پرمختګ لپاره د توان په خصوصی غونډه كښې ګډون كوي۔ 28 او 29 اپرېل کيدونكې دوه ورځنۍ غونډه كښې به په تندۍ سره خراب شوې جغرافیائی سیاسی او اقتصادی ماحول ته پېښو چیلنجونو په اړه په نړيواله كچه د پرمختګ بحالۍ لپاره نوې لارو ته پام لرنه كولې شي۔دا خبره دې ياده وي چې تير كال جنیوا، سوئټزرلینډ كښې شوې افتتاحی ګروتھ سمټ په بنیاد دا غونډه په 28-29 اپرېل ریاض، سعودی عرب كښې كېږي۔
متعلقہ مضامین
-
PM commends Bilawal, COAS for fulfilling FATF conditions
-
ATM Issue, Federal Ombudsman orders Bank to pay citizen
-
Alleged rapist makes Tiktok video in lockup
-
PML-N came to power just to save Pakistan from bankruptcy: Muqam
-
RWMC continues cleanliness operation during rains
-
RWMC continues cleanliness operation during rains
-
Teachers demand higher time scale
-
IG Prisons visits Haripur Jail
-
IG Prisons visits Haripur Jail
-
Free eye camp for police officials
-
KCF organizes seminar on economic, political crises
-
‘Most-wanted TTP terrorist’ arrested in Karachi: CTD