اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د باران ځپليو بحالۍ لپاره وفاقي حكومت صوبائي حكومت سره ولاړ دے٬ د بلوچستان معدنيات څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره اقدامات كوٶ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز بګټي سره كړې چا چې دوي سره د شورو په ورځ ملاقات كولو۔ په دې موقع خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير محسن رضا نقوي ، د تجارت وفاقي وزير جام کمال، د مسلم ليګ لارښود جعفر خان مندوخېل هم موجود وٶ۔ وزيراعظم په بلوچستان كښې د بارانونو له امله په شوو زيانونو د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل د ځپلو بحالۍ لپاره وفاقي حكومت صوبائي حكومت سره ولاړ دے۔ ده ووئيل وفاقي حکومت په بلوچستان كښې د تعليم ودې لپاره به د صوبائي حكومت هر ممكن مرسته كوي٬ د دانش سكول دائره كار به تر بلوچستان پراخه كولې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان صلاحيت لرونكي افرادي قوت ته به د پرمختګ او روزګار يو ډول موقعې وركوٶ٬ د بلوچستان معدني وسائلو څخه بشپړه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده دغسې چې صوبه ترقي وكړي ٬ په دې لړ كښې به وفاقي حكومت هر ممكن اقدامات كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Bilawal leaves for two-day official visit to Iran today
-
Shujaat vows to extend support to current govt
-
Administrator South distributes health cards to employees
-
PTI’s Sibtain Khan appointed opp leader in Punjab Assembly
-
Court extended interim bail of PTI’s leaders
-
Two engineers, two coal miners abducted in Quetta
-
Punjab Assembly’s budget session to restart today amid deadlock
-
Sonya Hussyn denounces Dania as she backs Aamir Liaquat
-
Two engineers, two coal miners abducted in Quetta
-
‘King’ Babar Azam says his runs are worth gold if Pakistan wins World Cups
-
Modern and quality educational facilities our top priorities: minister
-
KP CM seeks report from CS over forest fires