اسلام آباد 28مارچ(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي حكومت د صحافت په آزادۍ باور لري٬د صحافت آزادۍ په اړه حكومت هر ممكن اقدامات هم كوي٬فيك نيوز ډېر لوئي چېلنج جوړ شوے د كوم مخ نيوي لپاره چې حكومت او ميډيا له په ګډه د كار كولو ضرورت دے٬مونږ هيله لرو چې خبرياله ورورولي به د ذمه واره او غېر جانبدارانه صحافت د لارې د جمهوريت په استحكام كښې خپل كردار ادا كوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د آل پاكستان نيوز پيپرز سوسائټۍ(اے پي اېن اېس)پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات كولو ۔په پلاوي كښې از آفرین سهګل، سرمد علی، مجیب الرحمٰن شامی، شهاب زبیری، محمد اطهر قاضی، سید منیر جیلانی ، محسن بلال، مهتاب خان او فیصل زاهد ملک شامل وو۔په ملاقات كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ او اړوند اعلٰی افسران هم موجود وو۔پلاوي په چوكۍ سنبهالولو وزيراعظم ته مباركي وركړه او د نيكو هيلو څرګندونه ئې وكړه۔وزيراعظم د اے پي اېن اېس نوې ټاكلې شوي پينل له مباركي وركړه او د خپلو نيكو خواهشاتو څرګندونه ئې وكړه۔پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په ډېرو سختو حالاتو كښې مو اقتدار سنبهال كړے٬ده ووئيل د معيشت بحالي مونږ ته تر ټولو لويې چېلنج او د حكومت وړومبې ترجيح ده۔وزيراعظم پلاوي د حكومت معيشت بحالۍ هڅو او حكمت عملۍ نه خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل د محصولات وصولۍ نظام جديد جوړولو په اړه لائحه عمل جوړولې شي٬فيډرل بورډ آف ريونيو په بشپړه توګه د ډيجيټائزېشن عمل روان دے او په ټيكس بيس كښې د اضافې لپاره كار روان كېږي ۔ده ووئيل د 2 زره ارب روپو څخه د زياتو محصولات مقدمې په عدالتونو او ټربيونلز كښې د ځنډ ښكار دي۔وزيراعظم ووئيل په اوسنو كښې حكومت ټيكس ايكس لينس ايوارډز وركړل د كومو مقصد چې د ښه ټيكس وركوونكو او برآمد كوونكو سره د مېرمنو انټرپرينيورز ډاډګيرنه كول وو۔وزيراعظم ووئيل د اربونو روپو د بجلۍ غلا كېږي د كومې مخ نيوي لپاره چې د هول آف دي ګورنمنټ اپروچ خپلولې شي۔ده ووئيل حكومت د ملكيتي ادارو نجكارۍ٬په ادارو كښې اصلاحات ٬د كورنۍ او بهرنۍ سرمايه كارۍ او كفايت شعارۍ ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل په حكومتي كچه د خرڅونو كمولو لپاره كمېټي جوړه كړې شوې كومه به چې ډېر زر خپل سفارشات وړاندې كړي۔وزيراعظم پلاوي ته ووئيل پرېس په يقيني توګه د رياست څلورمه ستن ده٬د ټولنې په رغونه او پرمختګ سره د اولس ذهني او فكري تربيت كښې پرېس ډېر د اهميت وړ دے۔ دغسې وزيراعظم پلاوي ته خبريالې ورورولۍ ته د پېښو ټولو ستونزو حل كولو باور وركړو۔ده ووئيل خبريالانو ته چې چرته د ذمه وارو په لړ كښې مرسته پكار وي مونږ به په زړه پورې ملګرتيا كوو۔
متعلقہ مضامین
-
Rain-wind/thunderstorm likely at few parts of country on Friday: PMD
-
President approves national awards for slain Chinese teachers posthumously
-
All political parties in Senate record protest against blasphemous statement of BJP spokesperson
-
Rs6.33b allocated for IT, Telecom Division
-
Traditional Medicine Alliance to help build Pak-China Health Corridor
-
PTI’s Billion Tree Tsunami gets Rs4.5 billion less than last year’s
-
Availability of food items at fixed price to be ensured: CS
-
Minister inaugurates Barikot Bypass Road project
-
KP rolls out Rs 1.32 trillion balanced budget
-
Two Students Representing Pakistan at Future Problem Solving International Conference 2022
-
1.27b allocated for women development in budget 2022-23
-
World Blood Donor Day observed