اسلام آبا 05 مارچ (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي بلوچستان كښې د پرمختيائي كارونو زر تر سره كولو ضرورت دے ٬نوكنډي ماش كيل سړك د تاخير ښكار دے٬ زر بشپړېدو لپاره دې كار تند كړے شي۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه د سېنېټ چيئرمېن د اېن اېچ اے چيئرمېن ارشد مجيد مومند سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې هغه سره ملاقات كولو ۔په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن د بلوچستان سترو لارو زر بشپړیدو باندې زور راوړو او وې وئېل په بلوچستان كښې د پرمختيائي كارونو زر تر سره كولو ته ضرورت دے ۔دغسې د سېنېټ چيئرمېن بلوچستان كښې د تعميراتي كارونو په بيړه بشپړیدو له هدايت وكړو ۔د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د اېن اېچ اے چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې د نوكنډي ماش كيل سړك د تاخير ښكار دے دغه بايد زر بشپړولو لپاره كار تند كړے شي۔د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د چاغي-زيارت-بالانوش سړك هم خاص ذكر وكړو ۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
AMAN-21-The message resonates
-
Aman-21: the message resonates
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education
-
Women Champions
-
A Woman of Great Substance
-
CM unhappy with south Punjab secretaries’ performance
-
Is it over for Ghani?
-
Pakistan takes India to task at UN for human rights abuses
-
PM got vote of confidence in NA ‘through coercion’