بيجنګ 19اکتوبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سي پېك د پاك چين دوستۍ لپاره سنګ ميل ګرځولو سره وئېلي دي پاكستان كښې د تېرو لسو كلونو راهيسې د سي پېك ثمرات د معاشي پرمختګ په صورت رامخې ته شوي دي٬سي پیك څخه به د پاكستان معاشي پرمختګ او خوشحالۍ سره سره په منطقه كښې مواصلاتي روابط ته وده ترلاسه شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د چائنا ډوېلپمنټ كوآپرېشن ايجنسۍ(سډكا)چيئرمېن لوزائوهوئي سره د ملاقات په مهال كړی۔وزيراعظم د سي پیك شراكت داري او رابطې زياتولو وژن ستائېلو سره ووئېل د دې ثمرات د تېرو لسو كلونو كښې د پاكستان معاشي پرمختګ په صورت ترلاسه شوې۔وزيراعظم ووئيل سي پیك د پاك چين دوستۍ په تاريخ كښې د يو سنګ ميل حېثيت لري كوم څخه به چې نه يواځې پاكستان كښې معاشي پرمختګ او خوشحالي راشي بلكې په منطقه كښې به مواصلاتي روابط او مجموعي پرمختګ ته وده ترلاسه شي۔وزيراعظم انوار الحق كاكړ او لوزائوهوئي د چين او پاكستان ترمينځه د سي پېك له مخې د كركيلې٬روغتيا٬تعليم٬پیشه وره تربيې٬د پاكو اوبو رسنې او تخفيف غربت په اړه په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔لوزاوهوئي د چين په ګلوبل ډوېپلمنټ انيشي ايټيو عملدرآمد تندولو لپاره د وزيراعظم د تجويز هركلے وكړو۔وزيراعظم د پاكستان او سډكا ترمينځه شراكتدارۍ په خاص توګه د دې له مخې په پاكستان كښې روانې پرمختيائي منصوبې وستائېلې۔دغسې د سډكا چيئرمېن لوزاؤهوئي وزيراعظم له د خپلې ادارې لخوا د سي پیك پروژو بشپړیدو له د مرستې جاري ساتلو باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
PR, Sehat Kahani sign MoU for healthcare facilities to employees
-
Federal Cabinet dissolved: Fawad
-
Commission set up to probe ‘foreign conspiracy’ plot
-
Free medical camps for heart and skin diseases patients held
-
Remembering the legacy of Zulfiqar Ali Bhutto
-
ICT admin imposes fine on profiteers
-
SBC submits petition against deputy speaker’s unconstitutional move
-
British Council trains 100 women for leadership role
-
PTI nominates ex-CJP for caretaker PM’s slot
-
USA, China, UK remain top 3 destinations of Pakistani exports during 8 months
-
Court adjourns reference against Zardari till 18th
-
Singer Ed Sheeran wins ‘Shape of You’ copyright dispute