اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ډائرېټكټر ټېلی کاسټنګ (قومی اسمبلی) محمد الیاس د مور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د محمد الياس په نامه د غمرازۍ په خپل پېغام كښې سپيكر راجه پروېز اشرف غمجنې كورنۍ سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مور پلار د قدرت لخوا يوه ځانګړې ډالۍ ده د دوئي په حق رسېدل يو نه ترسره كېدونكې زيان دے۔ سپيكر دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ په دې مهال د قوي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسین، لنډ مهال دوهم سېكرټري مبارک علی چوهدری، اېډیشنل سېکرټری سید شمعون هاشمی، اېډیشنل سېکرټری محمد مشتاق او ډي جي ميډيا (قومی اسمبلی) ظفر سلطان هم د محمد الياس د مور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ دوئي هم ارواښادې له د بخښنې او لوړ درجو او غمجنې كورنۍ له د زغم او صبر دعا وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Protest rally held against killing of youth in IIOJK
-
Protest rally held against killing of youth in IIOJK
-
Wahab reviews arrangements for Shab-e-Barat
-
Wahab reviews arrangements for Shab-e-Barat
-
Ismail felicitates Hindu community
-
Wahab reviews arrangements for Shab-e-Barat
-
‘Peshawar to have ombudsperson complex’
-
Ismail felicitates Hindu community
-
IGP takes notice of man’s death by kite string
-
Sarwar proposes reserved seats in assemblies for overseas Pakistanis
-
PM urges expats to invest in CBD, RUDA projects
-
NAB arrests man in billions of rupees scam