اسلام آباد 16نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د حج پالېسي 2024 هركلي كولو سره وئېلي دي دا مهال په نړۍ كښې تر ټولو لويه او مهمه مسئله د فلسطين ده٬وړومبې يې روغتونونه په بمبارۍ تباه كړل او اوس د تېرو دوو ورځو راهيسې الشفاﺀ روغتون كښې د اسرائيل ظلم او بربريت روان دے٬د پاكستان حكومت دريځ بلكل ښكاره دے چې فلسطينيانو ته د هغوي حق ترلاسه كېدل لازم دي٬د لاكهونو په شمېر فلسطينيان بې ګناه دي٬دا جنګ د مسلم او غېر مسلم نه بلكې د ظالم او مظلوم جنګ دے ٬وفاقي حكومت چې څه كولې شي هغه كوي۔ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته وينا كوله۔د وزيراعظم خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئېل د ټولې نړۍ مهمه مسئله فلسطين ده٬د فلسطين په روغتونونو بريدونه كېږي٬د فلسطين الشفاﺀ روغتون برېښنا هم بنده كړی شوې ۔ده ووئيل وزيراعظم د او آئي سي په غونډه كښې په ملګرو ملتونو دا جنګ په بندولو زور راوړے٬دا مسئله د ټولې اسلامي نړۍ ده۔فلسطينيانو لپاره به د مرستې لېږلو لړۍ روانه وي۔ده ووئيل نن يو اېن او هم غوښتنه كړې چې د هغوي د جرائمو پلټنې پكار دي٬په او آئي سي كښې پريكړه شوې چې كوم هېواد اسرائيل ته وسله وركوي هغه دې بنده كړي٬ ده ووئېل په ډېره موده پس ټولې اسلامي نړۍ د يو دريځ لرلو سره رامخې ته شوې۔سمدستي جنګ بندي٬ د مرستې رسنه٬خپلواكه رياست او د اسرائيل د جرائمو پلټنو لپاره متفقه غوښتنه او آئي سي ته وړاندې كړی شوې ۔دا مهال په فلسطين كښې جنګ نه نسل كشي كېږي۔ده ووئيل پاكستان علماﺀ كونسل په ټول هېواد كښې پیغام پاكستان علماﺀ او مشائخ كنونشن كوي٬د يو شعوري كمپائن سره پېغام پاكستان متفقه فتوې مخ په وړاندې بوتلل لازمي دي۔ ده ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم مشري د سعودي عرب سره ده چې پكښې 57 هېوادونو په او آئي سي د باور څرګندونه كړې٬او آئي سي وړاندې نه زيات كامياب شوے٬ 15 كاله پس د ايران صدر سعودي عرب ته تللے۔
متعلقہ مضامین
-
Ulema can play significant role in creating harmony: moot
-
Literary session with Iftikhar Arif held at NUML
-
Indian plan for data collection in Pakistan exposed
-
Nation mourns on sixth anniversary of Peshawar APS massacre
-
PTI Fish Rots from the Tail
-
SME’s promotion a must to further improve economic indicators: PM
-
Tahir Ashrafi did not visit Israel
-
Xenith-PR receives ‘Best PR Agency Award’ at Biz Today Business Awards 2020
-
FIA told to halt action against people possessing cryptocurrency
-
PTCL & Ufone CEO Rashid passes away after prolonged illness
-
Britain lauds Pak army’s role in regional peace
-
FIA told to halt action against people possessing cryptocurrency