اسلام آباد 13نومبر(اے پی پی) د ازبكستان نائب وزيراعظم ډاكټر جمشيد خد جايف د ګل په ورځ په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راورسېد۔ د تجارت وزارت لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د تجارت لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټر ګوهر اعجاز پشمول اعلٰی چارواكو د نائب وزيراعظم ډاكټر جمشيد خد جايف په نور خان هوائي مېدان هركلے وكړو۔ د خپلې دورې په مهال ډاكټر جمشيد خد جايف د تجارت لنډ مهاله وفاقي وزير ګوهر اعجاز سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د ازبكستان نائب وزيراعظم ووئيل چې د دې اوسنۍ دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې همكارۍ ته وده وركول دي۔ډاكټر ګوهر اعجاز په ملاقات كښې ووئيل چې پاكستان او ازبكستان څو كلونو څخه نزدې اقتصادي اړيكې لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت تېرو دريو كلونو كښې 27 ملين امريكائي ډالر څخه زياتېدو سره تر 126 ملين امريكائي ډالر رسېدلې دې كوم چې اوس هم د خپل حقيقي قدر څخه ډېر كم دے او په دې كښې د اضافې لپاره هڅې روانې دي۔ده ووئيل چې د ډاكټر جمشيد خد جايف دورې سره به د پاكستان او ازبكستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو ته لا وده ترلاسه شي
متعلقہ مضامین
-
Gill terms money launderers as real impersonators
-
Prophet (PBUH)’s life the best guide to ensure human rights, socio-welfare norms: PM
-
Pakistan needs large number of doctors in future: Health Minister
-
IHC for one more chance to India to hire lawyer for Kulbhushan
-
City receives rain
-
Section 144 imposed at exams premises in Nawabshah
-
ICT Police inaugurates women police station in G-7
-
Senate panel on maritime affairs meets
-
NA body defers High Courts Establishment Amendment Bill
-
PML-F to hold protest against increasing crimes
-
40pc of children in Pakistan suffer from obesity
-
Excise dept seizes 12kg of charas, three held