اسلام آباد 14نومبر(اے پی پی)د تجارت نګران وفاقي وزير ډاكټر ګوهر اعجاز وئېلي دي د ازبكستان صدر په خاص هدايات شريك وركنګ ګروپ جوړ كړے شوے او سباؤن كښې د دواړو هېوادونو په تجارتي حجم كښې د لا زياتوالي هيله ده ۔دا خبره ده په اسلام آباد كښې د پاكستان ازبكستان بزنس فورم كښې د ازبكستان نائب وزيراعظم ډاكټر جمشيد خد جايف سره شريك خبري كنفرنس كښې كړې۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او ازبكستان ترمينځه تجارت زياتولو په اړه اقدامات پورته كوو۔ده ووئيل وزيراعظم د اي سي او په غونډه كښې هم د دوه اړخيزه تجارت په وده زور راوړے۔ډاكټر ګوهر اعجاز ووئيل د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت حجم 100 ملين ډالرز دے او په دې كښې اضافې لپاره ګڼ شمېر اقدامات كېږي۔ده ووئيل دوه اړخيزه تجارت اسان جوړولو لپاره د پاكستان او ازبكستان ترمينځه بينكنګ چينلز پرانستلے كېږي او دې مقصد لپاره د ازبكستان نائب وزيراعظم سره د درېو لويو بانكونو صدران هم راغلې دي۔ډاكټر ګوهر اعجاز ووئيل د ازبكستان نائب وزيراعظم سره د لاجسټګس او كنټينر سروس په اړه هم خبرې شوي او د ازبكستان لپاره د ګوادر پورټ كارولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ده ووئيل پاكستان ايګزم بينك فعاله كړے دے٬ پاكستان او ازبكستان سټريټجك روابط لري۔ډاكټر جمشيد ووئيل تجارت ډيجيټلائز كول لويئ پېشرفت دے٬د دواړو هېوادونو ترمينځه به هره مياشت د وركنګ ګروپ غونډه كېږي۔ده ووئيل په ټرانس افغان ريل پروجيكټ خبرې شوي دي او په دې پروژه په تندۍ سره كار كول غواړو۔
متعلقہ مضامین
-
‘China Committed to support PM Imran Khan’s Vision for Green Pakistan’
-
SC seeks probe report from NAB in fake bank accounts case
-
State fails to provide speedy justice to citizens: CJ IHC
-
10,560 amateur drivers fined during ongoing year
-
Bilawal seeks permission to meet Shehbaz in jail today
-
10,560 amateur drivers fined during ongoing year
-
SU digitizes its 60 affiliated colleges by launching e-portal system in a bid to facilitate approx. one lac students in submitting admission, exam forms
-
PDM leaders look dejected after Lahore, gets cold response from public: Shibli
-
Covid-19 runs unchecked in overcrowded prisons
-
Covid-19 runs unchecked in overcrowded prisons
-
Police file two cases against PDM activists, leaders
-
Fog disrupts air, road traffic in Punjab, Sindh