اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي چې د فلسطين پخواني حل طلب مسئلې حل كولو له به د سعودي عربستان كردار زيات مهم وي۔ اے پي پي سره خصوصي مركه كښې ده ووئيل په تشدد كښې د اوسنې زياتوالي څخه وروستو د فلسطيني ستونزې فوري ضرورت سوا شوے دے۔ ده ووئيل د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نیتن یاهو په غزه د ممكنه ځمكني بريد عزم تاؤ تريخوالې لا زيات كړے دے ٬ ځينې خبريال په هدفي بريدونو كښې وژلې شوي دي۔ ده ووئيل په غزه كښې د بهرنيو خبريالانو نشتوالي د فلسطيني خبريالانو ذمه وارۍ سوا كړي دي ٬ كوم چې ځان خطر سره مخ كولو سره د اسرائيل په محاصره كړې سيمو كښی د صورتحال رپورټنګ كوي۔ ده ووئيل عرب قيادت په روان وضعت د اسرائيل د غېر متناسب رد عمل مشاهده كړې ده۔ ده ووئيل سعودي اولس د معمول لمخې د مذاكراتو منجمد كولو خپلې پرېكړې څخه واشنګټن خبرولو سره دريځ خپل كړے دے ولې چې دا اشاره په دې خبره زور راوړي چې اسرائيل سره د اړيكو د معمول لمخې كولو په هڅه كښې فلسطين مسترد كېدې نه شي۔ ده وئيل ګرده نړۍ د عامو وګړو په ضد د اسرائيل د جارحيت غندنه كوي۔ د اردن ملكې رانیا ال عبداللہ سي اېن اېن سره مركه كښې د شخړو په اړه د مغرب په دوه مخيزې معيار ټكونه كړي دي۔ ده ووئيل چين د اسرائيل انتقامي اقدامات د نړيوال بشري قانون خلاف ورزي ګرځولو سره فلسطيني اولس ته د اجتماعي سزا وركولو غندنه كړې ده۔ ده ووئيل په دې كړكېچنه سفارتي منظرنامه كښې د سعودي عربستان كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئيل اسلامي نړۍ د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان پلو ګوري چې هغه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) لارښودو كنفرنس راوبلي دغسې چې هغوي د فلسطين د اوږدې مودې مسئلې د تلپاتې حل خاكه جوړه كړې شي۔ طاہر محمود اشرفی ووئيل اسرائيل سره د سعودي عربستان مذكراتو د كوټلو نتيجو ترلاسه كولو او د فلسطين مسئلې لپاره د يو تلپاتي دوه رياستي حل اهميت په ډاګه كړې دې۔ اسلامي نړۍ چين او روس سره په ګډه اسرائیل او امریکا د دوه رياستي حل په ترلاسه كولو كښې شاملولو له يو مضبوط قوت تشكيل كولې شي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان په مشرۍ كښې د او آئي سي فورم د دې مقصد ترلاسه كولو صلاحيت لري۔
متعلقہ مضامین
-
Inaugural flight of Virgin Atlantic lands at Islamabad airport
-
Maryam Nawaz has the ability to delegate
-
Efforts afoot to increase property tax collection
-
PIA brings back 55 stranded Pakistanis detained in Bangkok
-
CM KPK and Punjab Governor calls on PM Imran Khan
-
SHC orders action against mafia using children in beggary
-
Karachi’s Burns Road to become official traffic-free food street
-
SU lays out a two-month compendious plan to indemnify academic loss occurring due to COVID-19
-
PM’s advisor Zulfi Bukhari vows to bring back all Pakistanis imprisoned abroad
-
Plea bargain is deemed conviction
-
PDM’s en mass resignations stunt bound to fail: Shibli
-
EU DisinfoLab exposed Indian attempts to tarnish Pakistan’s image: Qureshi