اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د چين خپله دوره مثبت او تعميري ګرځولو سره وئيلي دي چې پاكستان د سي پېك تسلسل روان ساتلو عزم لري٬ د سی پېک منصوبو رفتار ګړندي كېدو سره به معاشي او معاشرتي پرمختګ لا پياوړے شي٬ د چين دورې په مهال صدر شي جن پنګ سره ملاقات زيات مثبت وو ٬ د منځني ختيز په صورتحال هم نړيوالو لارښودو سره د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په ټاكنو كښې برخه اخستل د كوم هم رجسټرډ ګوند حق دے٬ پاکستان يو ذمه وار هېواد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نګران وفاقي وزيرانو جلیل عباس جیلانی، مرتضیٰ سولنګی، سرفراز بګټی، ګوهر اعجاز او فواد حسن فواد سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د چين صدر شي جن پنګ په بلنه د چين دوره ډېره مهمه وه٬ د چين حکومت، اولس ، میډیا او تھنک ټېنكس سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل په بی آر آئی فورم كښې چينائي صدر په نړيواله كچه د پېښو چېلنجونو حقل په خپله 8 نكاتي ايجنډا كښې وړاندے كړو۔ ده ووئيل په بي آر آئي كښې پاكستان لپاره بلها موقعې دي٬ د پاكستان لخوا د منصوبه بندۍ ٬ كوآرډينېشن او همكارۍ درې نكتې مونږ دغه ځايې څخه راوړې دي۔ د دورې په مهال د چين او روسيه صدرانو په شمول نورو مهم لارښودو سره تعميري ملاقاتونه وشول۔ دغسې د چينائي كمپنيو مشرانو او د كاروباري شخصياتو سره هم ملاقاتونه وشول۔ ده هيله څرګنده كړه چې د بي آر آئي په دويم پړاؤ كښې به دا كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده ووئيل په دې موقعه د ګډې اعلاميه جاري كړې شوه په كومه كښې چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير د مسئلې حل ملاتړ وكړے شو٬ چين سره د پاكستان د ملګرتيا عزم مونږ تكرار كړو۔ ده ووئيل د دورې په مهال د كابينې ټولو غړو په خپله خپله څانګه كښې همكارۍ لپاره اړوندو شخصياتو سره ملاقاتونه وكړل۔ ده ووئيل د منځني ختيز وضعه مو د روسيه صدر په شمول نورو مهمو لارښودو سره او د ارشد شريف معامله مو د كېنيا صدر سره ملاقاتونو كښې پورته كړه۔ ده ووئيل د دورې په مهال په بېلو څانګو كښې 20 څخه زيات د تفاهم يادښتونه لاس ليك كړې شول۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چين سره د شويو لوظنامو په نتيجه كښې چې په پاكستان كښې كومه سرمايه كاري وكړې شي هغې سره به پرمختګ راشي٬ چين څخه راتلونكې سرمايه كارۍ لپاره بښپړه تګلاره وضعه كولې شي۔ ده ووئيل مونږ د چين دورې څخه ”کوآرډینیشن، کوآپریشن او کنسلټېشن” زده كړي دي۔ ده ووئيل كه په حكومتي كچه دا درې څيزونه فعاله پاتې شول نو سباؤن به پياوړے وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د نړيوالې ورورلۍ يو ذمه وار هېواد دے ٬ افغان وګړي كه د پاكستان د لارې كوم هم ېهواد ته تلل غواړي نو تللې شي۔ ده ووئيل مونږ غېر قانوني افغان وګړي بېرته لېږل غواړؤ۔ ده ووئيل زياتې مودې څخه دلته په غېر قانوني توګه پاتې شوي افغان وګړي مونږ خپل دښمنان نه ګڼؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل خسارې سره د مخ سركاري ادارو نجكارۍ سره اړوند ګامونه پورته كولې شي۔ د ټول ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هيله ده چې د ټاكنو شېډول به ډېر زر اعلان كړے شي۔ ده ووئيل په اسلام آباد ايئرپورټ د پاكستاني وګړي كېدو په توګه د نواز شريف بائيو مېټرك يوه غوښتنه وه ٬ دا اقدام لېول پلېئنګ فیلډ سره تړل سم نه دي۔ ده ووئيل زمونږ كار ټولو ګوندونو ته يو ډول موقعې وركول دي۔ مونږ نه غواړؤ چې كوم سياسي ګود يا سياسي لارښود سياسي عمل څخه بهر وي بياهم په دې لړ كښی به په عدالتي پرېكړو عمل كول وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زمونږ پ دور كښې د پټرول او ډالر په بيعه كښې زيات كمې شوې دې ٬ د دې مېوې اولس ته رسولو له صوبو سره رابطه كښې يوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې نګراں وزیراعظم ووئيل د منځني ختيز په وضعه زما فلسطيني صدر محمود عباس سره خبرې شوي دي۔ بشري مرسته به د مصر د لارې غزه ته لېږل باوري كوؤ۔ ده ووئيل د او آئی سی په شمول ټول فورمونه به كارولې شي۔ ده ووئيل زمونږ لومړۍ هڅه جنګ بندول دي۔ د ارشد شريف په معامله د كينيا صدر سره د ملاقات په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د خارجه دفتر لخوا د كينيا صدر سره ملاقات كښې دا نكته شامل كړې شوې وه٬ د كينيا صدر په دې كښې سنجيدګي ښكاره كړه۔ هغه باور راكړو مونږ به شرخوښي لټوؤ كوم چې په دې پیښه كښې ككړ دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ميډيا ته اشتهارونه د اولس د ټېكس په پېسو وركولې شي دې كښې بايد سپېځلتيا باوري كړې شي۔ ده ووئيل د صحافت د آزادۍ او جمهوريت جنګ په حكومتي سرمايه كارۍ نه كېږي۔ ده ووئيل كه كوم پارلېمنټېرين دوه ځاييز شهريت لري نو هغه دې دا معامله سپريم كورټ ته يوسي۔ ده ووئيل د كوم تحقيق نه غېر تورنه لګول دلته كلچر جوړ شوے دے۔
متعلقہ مضامین
-
ماڻهن کي ڊگهي صحتمند زندگي گذارڻ جي قابل بڻائڻ لاءِ ڇاتيءَ جي ڪينسر ۽ پاڻي سان پيدا ٿيندڙ بيمارين جي روڪٿام ۽ جلد تشخيص جي ضرورت آهي: صدر ڊاڪٽر عارف علوي
-
پرڏيهي سيڪريٽري ڊاڪٽر اسد مجيد خان جي انڊونيشيا جي صدر سان مُلاقات
-
ميرٽ جي پاليسي ئي پاڪستان کي عظيم ملڪ بڻائيندي، عوام جي فلاح و بهبود اسان جي اولين ترجيح آهي، ڪا به قوم عورتن کان سواءِ ترقي نٿي ڪري سگهي: وزيراعظم شهباز شريف
-
وزيراعظم محمد شهباز شريف سان ريلوي ۽ هوابازي بابت وفاقي وزير خواجه سعد رفيق جي ملاقات
-
اسان کي قومي سلامتي درپيش ڪنهن به خطري کي مُنهن ڏيڻ لاءِ هر وقت تيار رهڻ گهرجي: آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير
-
وزيراعظم پاران سمنڊ پار پاڪستانين جي لاءِ موبائيل فونز جي عارضي رجسٽريشن جو نظام جاري
-
وزيراعظم محمد شهباز شريف سان واپار واري وفاقي وزير سيد نويد قمر جي ملاقات
-
وزيراعظم محمد شهباز شريف هڪ ڏينهن جي دوري تي گڏيل عرب امارات پهچي ويو
-
يونان ٻيڙيءَ سانحي ۾ فوت ٿيندڙ 15 پاڪستانين جا مڙهه پاڪستان پهچي ويا آهن: پرڏيهي آفيس ترجمان
-
ملڪي تاريخ جي تباهي آڻيندڙ ٻوڏ سبب مُلڪي معيشت کي مجموعي طور تي 30 ارب ڊالر کان وڌيڪ جو نقصان پهتو: وزيراعظم محمد شهباز شريف
-
الزام تراشون ۽ بي بنياد الزام قوم کي ورهائي ڇڏيو، اچو ملي چارٽر آف اڪانومي ۽ چارٽر آف ڊيمو ڪريسي لاءِ ڪم ڪيون: وزيراعظم شهباز شريف
-
اڳوڻي دور ۾ پيمرا آرڊر سان هڪدم ميڊيا تي پابنديون لڳايون ويون، پيمرا (ترميمي) بل 2023ع سڀني صحافتي تنظيمن جي مشاورت سان تيار ڪيو ويو، صحافين جي حق لاءِ اسان گڏجي ويٺاسين، ميڊيا کي فيصلي سازي جو اختيار ڏنو ويو: مريم اورنگزيب