مدینہ منورہ۔28ستمبر (اے پی پی) ۔ نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ مسجد نبوي (ص) ته لاړ چرته چې يې د روضې مباركې زيارت وکړو، رياض الجنة کښې يې نوافل ادا کړل او دعاګانې يې وکړه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم مسجد نبوي (ص) سره پېوست د نړيوالې مېلې او سيرت نبوي او اسلامي تهذيب سره د اړوند عجائب ګھر دوره وكړه۔ د مېوزیم مدیر ډاکټر ناصر مسفیر الظهرانی وزيراعظم ته هركلې ووې۔ وزيراعظم ته په دې مهال د تاريخي ميوزيم په اړه هر اړخيزه بريفنګ وركړے شو چې پكښې د نبي كريم (ص) په ژوند او تعليماتو او همدارنګه په اسلامي تمدن رڼا واچولې شوه۔ وزيراعظم د اسلامي ورثې د ساتنې او ددې په ډاګه كولو له د روانو هڅو ستائنه وكړه۔ ډاکټر ناصر مسفير الظهراني وزيراعظم ته د اسلامي ورثې او د دوه اړخيزه تفاهم د ودې لپاره د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د اړيكو د سمبول په توګه شيلډ او كتابونه وړاندې كړل۔ په مدینه منوره کښې نړیوال میله او میوزیم د پیغمبر علېه السلام د ژوند او اسلامي کلتور د روښانه کولو لپاره کلیدي اهمیت لري۔ دا ميوزيم بېن المذاهب مكالمې ٬ افهام وتفهيم او د بېلو عقيدو او تقاضو احترام ته د ودې وركولو مركز دے۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan takes up visas issue with UAE
-
Pakistan reports more than 1,000 Covid recoveries for fourth day
-
Govt, opp at odds over PDM’s November 30 rally in Multan
-
LARKANA elected PMs but no one developed it
-
Punjab Police, Sindh Foundation sign MoU for blood donations
-
Lawyers aerial firing clips goes viral
-
CASS CONVERSATIONS WITH AMBASSADORS
-
Lawyers aerial firing clips goes viral
-
Lawyers aerial firing clips goes viral
-
Katas Raj Temples: Serenity of ‘Pond of Tears,’ domes’ beauty captivates tourists
-
Justice Javed seeks case record, bars bureau from action against Senate deputy chairman
-
Justice Javed seeks case record, bars bureau from action against Senate deputy chairman