اسلام آباد۔2اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې ټاكنو څخه تېښته په هېڅ صورت ممكن نه ده ٬ نګران سېټ اپ لپاره د مشاورت عمل روان دے٬ الېكشن كمېشن به د ټاكنو شېډول اعلان كړي٬ د صوبو لخوا په مردم شمارۍ كښې تاخير شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د ټاكنو كولو لپاره حتمي اختيار الېكشن كمېشن سره دے ٬ ده ووئيل ټكنو څخه تېښته په هېڅ صورت ممكن نه ده ٬ نګران سېټ اپ لپاره د مشاورت عمل روان دے ٬ نګران سېټ اپ د هېواد ضرورت دے۔ نګران سېټ اپ به راشي ٬ او دغې څخه وروستو به الېكشن كمېشن د ټاكنو شېډول اعلان كړي۔ ده ووئيل د صوبو لخوا د مردم شمارۍ په عمل كښې تاخير شوے كه صوبو ته مو دې لپاره نور وخت وركړے نه وو نو ګيله به يۍ كوله۔ ده ووئيل كه نګران حكومت څومره هم قابل وي د بې يقينۍ تاثر به برقرار وي۔ د راتلونكو پړاؤنو پرېكړه به الېكشن كمېشن د آئين له مخې كوي۔ ده ووئيل نګران سېټ لپاره مشاورت روان دے ٬ دوه درې ورځو كښې به دا معامله پايې ته ورسي۔ ده ووئيل هغه حكومت اصلاحات كولې شي كوم چې د 5 كالو مېنډېټ لري
متعلقہ مضامین
-
Stray dogs bite 16 children in Dadu city
-
Stray dogs bite 16 children in Dadu city
-
FBR completes initial investigation of ‘Pakistan’s most expensive wedding’
-
PM wishes Happy Diwali to Hindu citizens
-
Initial investigation completes by FBR of ‘Pakistan’s most expensive wedding’
-
FBR completes initial investigation of ‘Pakistan’s most expensive wedding’
-
Minister calls for banning marriage of underage girls in Pakistan
-
Police recovers huge quantity of NCP cloth, DPO Tank
-
RAW can target prominent politicians of country: Rashid
-
Thick smog engulfs several Punjab cities
-
Gilgit Baltistan Election 2020: Citizens in long queues outside polling stations
-
Pakistan starts receiving first winter snow, rain