ګوادر 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل (اېس آئي اېف سي) په وژن د حقيقي عملدرآمد او كوټلې هڅو څخه به انقلاب راشي٬ دا به د پاكستان د 22 كروړه اولس د پرمختګ او خوشحالۍ ضامن وي٬ لوي څښتن بلوچستان ته بې شمېره وسائل وركړېدي٬ت ېر حكومت هېواد مسئلو سره مخ كړې٬ ګوادر پورټ د نړۍ مهم ترين بندر ځاې دې٬ په ګوادر كښې د څښكلو اوبو پروژه او د ايران څخه د 100 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كولو پشمول ګڼ شمېر پروژې په لږه موده كښې بشپړ كړېدي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د ګوادر په بزنس سنټر كښې د بېلو پرمختيائي پروژو بنياد تيګه او د پرانستې دستورې په موقع په خپل خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې اېس آئي اېف سي د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره يو لويې محرك وژن وړ دې۔ كه په دې وژن عملدرآمد وكړی شي نو كوم هم څيز زمونږ په پرمختګ كښې خنډ نشي جوړیدې۔ وزیراعظم د خضدار-پنجګور ټرانسمیشن لائن پرانسته، خضدار-بسیمه دو لین سړک تعمیر، واټر سپلائی او ډسټری بیوشن سکیم، 1.2 ایم جی ډی آر او ډی سیلینیشن پلانټ او ګوادر پورټ ډریجنګ پېل كولو مخ كنته وكړه۔ ده د آواران-نال او آواران-جھل جاهو سړكونو بحالي او اپ ګریډیشن، ایم 8 کے خضدار سیکشن، ګوادر سیف سټي پراجیکټ او ګوادر پوهنتون بنياد تيګه اېښوې۔ ده په نيو ګوادر نړيوال هوائي اډې د ايئر سائيډ انفراسټركچر (رن وے٬ ټيكسي وے او اپرن) بشپړیدو مخ كتنه هم وكړه ۔ده ووئيل چې نن زما او مونږ ټولو لپاره ډېره د خوشحالۍ او اطمينان ورځ ده٬ كله چې لوے څښتن د وزيراعظم چوكۍ ته ورسولم نو زه د جون په 3مه نېټه كال 2022 كښې ګوادر ته راغلې ووم٬ كله چې زه دلته راتللم نو د سفر په مهال پرېشان كن صورتحال و٬ زه ډېر خفه شوم چې يوه داسې سيمه او صوبه كومې ته چې لوے څښتن بې شمېره نعمتونه او وسائل وركړي۔ د مياں نواز شريف حكومت د سي پیك له مخې بېلې پروژې د خپلو وسائلو څخه پېل كړی وې او هغه څلور كاله پس ټولې بندې شوې۔ ده ووئيل چې د څښكلو اوبه يو بنيادي ضرورت دې٬ پرون زه په كراچۍ كښې ووم كوم چې د پاكستان تر ټولو لويې ښار دې٬ هلته د څښكلو اوبو چېلنج نن هم دې٬ دا زمونږ لپاره د شرمندګۍ خبره ده چې د ګيټ وے ټو پاكستان كښې د اوبو مسئله ده ٬دغسې د نواز شريف حكومت كښې د څښكلو اوبو پروژه په ګوادر كښې پېل كړی وه كومه چې بنده وه او د ګوادر خلك ته د څښكلو اوبو ډېر تكليف و٬برېښنا نه برابر وه٬د ايران څخه 26 كلوميټر ټرانسمېشن لائن هم په څلورو كال كښې كوم كار نه دې شوې٬د ګوادر اولس د برېښنا نشت په سبب مشكلات كښې وو۔وزيراعظم ووئلي چې د ګوادر كوم بندر ځايونه جوړ كړی شوي د هغې مثال په نړۍ كښې كم دې٬دا په نړۍ كښې تر ټولو ژور بندرځاې دې۔د دې څخه پاكستان خليجي هېوادونو افغانستان پشمول چين سره په رابطو كښې اضافه كېدل وو٬بندر ځاې د اهميت وړ دې كوم چې ټوله نړۍ مني٬ خو دلته د دې ژورتيا ډېره كمه شوې ٬لويې بېړۍ نه شوه راتللې٬ د كال 2015 نه پس په دې ډریجنګ نه دې شوې٬ ما اړوند چارواكو ته ووئيل چې بيا د ټينډر د لارې كمپنۍ سره لوظ نامه وكړۍ٬ا وس د ډریجنګ كار روان دې۔ده ووئيل چې ان شاﺀالله راتلونكې كال تر فرورۍ يا مارچ به بشپړ شي۔
متعلقہ مضامین
-
$163,940 transferred to Salman Shehbaz from milkman’s account: report
-
With 2,304 fresh coronavirus cases, Pakistan reports highest single-day increase since July
-
6 martyred in AJK including solider, in major aggravation along LOC 10 killed on Indian side
-
Seerat Conference held at UO
-
Seerat Conference held at UO
-
Tortured body of four-year-old boy found in Peshawar
-
Thick smog engulfs several Punjab cities
-
Resolution seeking wheat price at Rs 2,000 per 40kg submitted in PA
-
Tortured body of four-year-old boy found in Peshawar
-
PM must intervene to impose health levy on Cigarettes
-
Minister calls for banning marriage of underage girls in Pakistan
-
PM must intervene to impose health levy on Cigarettes