لاهور 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په لاهور كښې د اوسني بارانونو په مهال د اوبو نكاس په نامناسب انتظام د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره په ناقص كاركردګۍ د انكوائرۍ امر كړې، وزيراعظم په راتلونكې كښې د متوقع بارانونو څخه پېدا كوٶنكي ممكنه صورتحال لپاره د بشپړه تيارۍ او د لوي اختر په موقع انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو امر وكړو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د لوي اختر په موقع شمالي پنجاب په خاص توګه لاهور كښې د متوقع پري مون سون بارانونو پحقله تيارۍ لپاره د جاج غونډه شوې۔ په غونډه كښې وزيراعظم په لاهور كښې د اوسني بارانونو په مهال د اوبو نكاس په نامناسب انتظام د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره په ناقص كاركردګۍ د انكوائرۍ امر كړې۔ وزيراعظم امر وكړو چې صوبائي حکومت او ضلعي انتظاميه دې د ناقص نكاس آب صورتحال د ذمه وارو تعين كولو سره بې غوري كوٶنكي اړوند چارواكي په سمدستي توګه معطل كړي۔ وزيراعظم ووئيل په سختو بارانونو كښې د اړوند ادارو سست اقداماتو وګړي ستونزو سره مخ كړې دي٬ وزيراعظم په راتلونكې كښې د متوقع بارانونو څخه پېدا كوٶنكي ممكنه صورتحال لپاره د بشپړه تيارۍ او د لوي اختر په موقع انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو امر كړې۔ ده د لوي اختر په موقع د ممكنه بارانونو په صورت كښې ترلاسه ټول وسائل كارولو سره اېمرجنسي پلان مرتب كولو او د ښار نه د اوبو زر تر زره نكاس ممكن كولو لپاره د مشينرۍ په ترلاسه كېدو كښې رامخې ته مسئلې په هنګامي بنيادونو د حل كولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې په ټوله صوبه كښې د اختر په مهال د څرمنو راغونډولو سخته نګراني وكړئ دغسې چې ممنوعه تنظيم د قربانۍ څرمنې راغونډې نه كړې شي۔ ده د اختر په ورځو كښې د ښاريو د صفائۍ انتظامات باوري كولو او د لوي اختر د قربانۍ څاروو آلائش ځائ ته رسولو لپاره د بشپړه انتظاماتو هم امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې د لوي اختر او پشكال په تناظر كښې د اولس سهولت لپاره خاص شكايات سنټر او كنټرول روم دې 24 ساعته كار وكړي۔ په غونډه كښې د پنجاب چيف سېكتر زاهد اختر زمان، د لاهور کمشنر او نورو صوبائي چارواكو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Fifth Round of Pakistan-European Union Strategic Dialogue: FO
-
ADB, Pakistan sign $2 million grant agreement to combat COVID-19
-
Earthquake jolts Quetta
-
ADB, Pakistan sign $2 million grant agreement to combat COVID-19
-
Yet another PML-N MPA calls on Buzdar
-
Pakistan, EU agree to strengthen bilateral cooperation in diverse fields
-
PM must intervene to ensure Health Levy bill passed by Cabinet in 2019
-
NAB issues clarification regarding NICVD Karachi
-
AJK PM lauds people of Neelum Valley for facing Indian aggression with courage
-
AJK PM lauds people of Neelum Valley for facing Indian aggression with courage
-
Rising fuel prices: LHC tells Petroleum Commission to complete investigation
-
Equipping youth with skills top priority: minister