سیالکوټ۔15مئی(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د وكيلانو خېر ښېګړې او د دوئي مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو له پرله پسې هڅې كوؤ٬ وكيلان زمونږ د ټولنې مهمه برخه ده٬ دسټركټ بار زما كور او مونږ د دې كورنۍ برخه يؤ٬ د وكيلانو خېر ښېګړې له كار كول او دوئي ته پېښې مسئلې حل كول ما لپاره د درناوي خبره ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په خپله استوګنه د بار صدر مقصدو احمد بھټي او سېكرټري چوهدري احسن اسماعيل ګجر ته د حكومت لخوا د 50 لكه روپو چېك وركولو په موقعه وكړه۔ خواجه آصف ووئيل د وكيلانو فرض دي چې هغوي د قانون احترام او حفاظت وكړي۔ ده ووئيل زه په كال 1971 كښې د دې بار غړے جوړ شوم٬ د ډسټركټ بار مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو له به هڅې كوؤ۔ د بار صدر مقصود احمد بھټی او سېکرټری چوهدری احسن اسماعیل ګجر د حكومت لخوا د 50 لكهه روپو چېك په ډالۍ كولو د خواجه آصف مننه وكړه۔ په دې موقعه دوئي وفاقي وزير څخه د اېف آئی اے کورټ، د ترهګرۍ مخنيوي كورټ او د بېنكنګ كورټ غوښتنه وكړه۔ وفاقي وزير دوئي ته باور وركړو دا كورټ به كه لويے څښتن ته منظور وي ډېر زر جوړ كړے شي
متعلقہ مضامین
-
SC forms commission to oversee utilisation of Bahria Town funds
-
NAB Lahore holds essay writing competition
-
Sindh Police officers submit leave requests en masse over Safdar episode
-
Pakistan to raise issue of killing of 11 Hindus in India at world forums
-
FATF to decide Pakistan’s case tomorrow
-
British Chief of Defence Staff visited Pakistan
-
REAR ADMIRAL NAVEED ASHRAF TAKES OVER AS COMMANDER PAKISTAN FLEET
-
REAR ADMIRAL NAVEED ASHRAF TAKES OVER AS COMMANDER PAKISTAN FLEET
-
REAR ADMIRAL NAVEED ASHRAF TAKES OVER AS COMMANDER PAKISTAN FLEET
-
PM orders strict action against hoarders, profiteers
-
Indian media’s fake “civil war” in Pakistan, falls flat on face
-
Experts call for financial data security and cyberlaws to facilitate e-commerce