اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي رېلوے به په خپلو پښو د اودرېدو نه علاوه د هېواد په پرمختګ كښې هم مهم كردار ادا كړي٬د پخواني حكومت په سبب د اېم اېل ون لګښت د 6 ارب ډالره نه 12 ارب ډالر ته رسېدلے ٬هېواد ديواليه كېدو ته رسېدلے ؤ ٬پلټنې كول پكار دي چې پاكستان د تنزلۍ ښكار څنګه شو٬ وزيراعظم هېواد د بحرانونو څخه ويستلو لپاره د حالات په مړانه مقابله كوي٬مونږ د هغه سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔د جمعې په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د ګرين لائن پروژې پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ته د دې پروژې په پرانسته مباركي وركړه۔ده ووئيل په زړه پورې محنت نه پس دا ګرين لائن منصوبه بيا پېل شوې٬په دې منصوبه كښې آسانۍ د فضائي سفر آسانيو څخه كمې نه دي٬د پارټس درآمد په اړه به د خواجه سعد رفيق بشپړه مرسته كولې شي۔ده ووئيل په نړۍ كښې چرته چرته چې د رېل نظام شته هلته د ښه رېلوے سروس په سبب په آمدن كښې اضافه كېږي۔خواجه سعد رفيق ته به د وزيراعظم محمد شهباز شريف بشپړه مرسته ترلاسه وي او څومره چې زر رېلوے د پرمختګ په لار روانه كړي دومره به زر پاكستان رېلوے په خپلو پښو اودرېدو سره سره د هېواد په پرمختګ كښې به مهم كردار ادا كړي۔د اېم اېل ون په اړه خپله خبره كښې اسحاق ډار ووئيل چې كله سي پیك پیل كړے شو نو د دې لګښت 46 ارب ډالره ؤ چې پكښې د اېم اېل ون لګښت 6 ارب ډالره ؤ او نن هغه د 11 نه تر 12 ارب ډالره رسېدلے ٬ د دې ذمه وار پخوانے حكومت دے۔ده ووئيل د رېلوے او نجي سروس په كرايه كښې تر 10 فيصده فرق دے٬ خواجه سعد رفيق له به دا لا موثر او تندول وي۔ده ووئيل زمونږ ځينې ملګري د پاكستان د موجوده مالي حالت په اړه خبره كوي نو زه هغوي ته وئېل غواړم چې په كال 2013 كښې هم دا پاكستان ؤ كوم چې د مائيكرو اكنامك په توګه سټيبل هېواد ګرځولے شوے ؤ ٬هم دا هېواد يو سياسي ګوند خپل حكومت كښې ډيفالټ كېدو ته نزدې كړے ؤ ۔ده ووئيل د پخواني حكومت په سبب د اېم اېل ون لګښت د 6 ارب ډالره نه 12 ارب ډالرو ته رسېدلے ٬هېواد د ديواليه كېدو پن ته رسېدلے ؤ ٬ ده ووئېل پلټنې پكار دي چې پاكستان د تنزلۍ څنګه ښكار شو۔ده ووئيل وزيراعظم هېواد د بحرانونو څخه ويستلو لپاره د حالات په مړانه مقابله كوي٬ مونږ د هغه سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔
متعلقہ مضامین
-
Rail Rush: للاستثمار في المستقبل
-
مکتبہ کی بنیاد رکھنے والے وصیر بن عطاء
-
میتھا بونانزا: ایک مهاجر کے ساتھ جینا اور گھرانے کی سعادت
-
میتھا بونانزا: ایک نظریة در حکمت و مکارمات
-
میٹھا بونان: اور ظہور العاصمة
-
اہلا میٹھا بونانزا: تثقیہ اور برتری
-
میٹھا بونان: یہ شگاف جو کہناۂ گئا
-
حکومتُ عَلَيْكُمْ ہاٹ سپن
-
حات أسپن: تطور وآداب الحفاظ على الوحدوية
-
ہاٹ اسپن: سابقه و فرهنگ
-
حاتسپین: ابرuzzi از شرکатаً الفاخر المتنوعة
-
حاتسپان اور سیرتASH