اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې آډيو ليکس د عمران نيازي ناسمه بيانيه او د اوسني حكومت په ضد زهرجنه پروپېګنډه په ډاګه كړې٬ اولس دې د خدمت او فراډ په سياست كښې فريق وكړي، اوس قام ته حقيقت په ډاګه شوې دې٬ مونږ رياست بچ كولو لپاره خپل سياست په داٶ لګولې ٬ هېواد مو د ديواليه كېدو نه بچ كړې٬ اولس دې د رښتياٶ او دروغو٬ د خدمت او فراډ٬ رياكارۍ او په حقيقت كښې فريق وكړي، اولس عمر له سمې پرېكړې كوي۔ د جمعې په ورځ د باره كهو بائي پاس منصوبې د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل دا يوه ستره اولسي منصوبه ده٬ كومه چې د سپېځلې بولۍ د لارې اېن اېل سي ته وركړې شوې ده، د منصوبې په څلورو مياشتو كښې د بشپړولو لوظنامه شوې ده خو زه د اېن اېل سي چارواكو ته وائم چې دا منصوبه په دريو مياشتو كښې بشپړه كړئ، د مسلم ليګ (ن) د حكومت يوه نه بلكې يو شمېر داسې مثالي منصوبې شته كومې چې ئې په يوه نيمه دوه مياشتو كښې بشپړې كړې دي٬ كه په دې منصوبه كښې خرڅونه كمېدې شي نو دې لپاره دې هم هڅې وكړې شي، منصوبه د لوړ معيار پكار ده٬ د دې منصوبې له امله به د آزاد كشمير٬ ٬ پېنډۍ اسلام آباد او د ګرد هېواد سېلګرو ته آساني ترلاسه شي او د وخت بچت به هم ممكن شي۔ ده ووئيل پېنډۍ اسلام آباد له نورې منصوبې هم روانې دي، چې پكښې د اينټي ګريټډ ټرانسپورټ منصوبه هم شامله ده۔ وزيراعظم ووئيل دا د افسوس وړ خبره ده چې د نواز شريف په دور كښې پېل كړې شوې د اولسي خېرښګرې منصوبې تېر حكومت تر څلورو كالو معطل ساتلې وې، په دې څلور كالو كښې چا د پبلك ټرانسپورټ خيال نه دې ساتلې، د مېټرو بس منصوبه هم معطل كړې شوې كومه چې د اسلام آباد تر نوي هوائي مېدان ځي او په دې منصوبه د اربونو روپۍ لګېدلې وې٬ زمونږ حكومت راتلو سره مونږ دا منصوبې په ترجيحي بنيادونو بشپړه كړې٬ دغسې اورنج او بليو لائن منصوبې بشپړ كړې شوې دي چې ورسره د اولس په ستونزو كښې كمې راغلې دې۔ وزيراعظم ووئيل عمران نيازي شپه او ورځ دروغ وئيل او دا غلط رواج جوړ ٶ چې زيات دروغ دې ووئيلې شي او خلق دې ولمسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ مخلوط حكومت آئيني طريقه كار او د پارلماني ووټ د لارې جوړ شوې٬ خو دې كس پاكستان ته زيان رسولو لپاره څه څه نه دي كړې، د آډيو ليکس ذکر كولو سره ده ووئيل آډيو ليکس سره هر څه په ډاګه شوي۔ قام وليدل چې څنګه عمران خان نيازي خپل سېكتر ته پاكستان ته د زيان رسولو ترغيب وركوي او سېكتر يو قدم وړاندې كېدو سره د ده ملګرتيا كړې۔ پنځه مياشتې عمران نيازي دا رباب غږولو چې زما د حكومت په ضد سازش شوې خو د آډيو ليکس سره دا قيصۍ قام ته ښكاره شوې ده٬ وزيراعظم ووئيل زمونږ رائې مختلف كېدې شي خو څوك په پاكستانيت ګوته نشي پورته كولې٬ عمران خپل ټول مخالفين غدار ګرځولي، پرون ټولې نړۍ وليدل چې څنګه يو پخوانې وزيراعظم د نړۍ دروغژن جوړ شو٬ دې كس د ټول قام عزت په داٶ لګولې ٬ دا آډيو ليكس ټول قام اورېدلې او د دې نه پس چا ته د دې وېنا حاجت پاتې نه شو چې دا د پاكستان په ضد لوے سازش ٶ٬ دې كس د ادارو او قام تقسيمولو سازش كړې او لوے سازش ئې دا دې چې ده د پاكستان سياست مدار په نړۍ كښې بدنام كړي٬ او دا تاثر ئې وركړې چې رب دې نه كړي پاكستاني سياست مدار د نورو هېوادونو سره په ګډه د خپل هېواد په ضد كار كوي۔ ده ووئيل ټول قام تقسيم كړې شوې٬ ده ووئيل د آډيو ليكس نه وړاندې هم ټول سنجيده خلق په دې پوهه ٶ چې دا كس دروغ وائي۔ ده ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم په غونډه كښې د ګردې نړۍ مشرانو سره زما ملاقاتونه شوي٬ په دې كښې ھغه مشران هم موجود ٶ د كومو چې به عمران خان خپلو تقريرونو كښې حوالې وركولې ٬ زما دوي سره ښې خبرې شوې دي٬ دوي خپله ووئيل چې مونږ تاسو سره د كركيلې په مېدان كښې مرسته كول غواړو٬ دې مشرانو د پټروليم او ګاز پائپ لائن په منصوبو كښې د مرستې كولو هم خبره كړې٬ د دې نه پس د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال هم زما ملاقاتونه شوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ بشپړه هڅې كوٶ چې د پاكستان معيشت په تل پاتې بنيادونو قوي كړو٬ ګرانۍ كښې كمې راوستې شي٬ مونږ تېل او ګاز نه لرو، د دې په درامد كولو اربونه مصرف كېږي٬ زمونږ پنګې محدود دي خو مونږ له پرېشانه كېدو او وېرېدو ته حاجت نشته، مونږ به هېواد او معيشت د سخت صورتحال نه رابهر كوٶ٬ زما دا ايمان دې كه مونږ محنت وكړو نو پاك پروردګار به صله راكوي٬ كه دوبئۍ په شګه كښې ترقي او خوشحالي راوستې شي نو پاكستان كښې د څه كمې دې ٬ مونږ غرونه٬ سمندرونه ٬ دريابونه او عظيم قام لرو چې پكښې ډاكټران ، انجينئران، سائنسدانان، د بېلا بېلو څانګو پوهان او عزم لرونكې اولس شامل دې، مونږ اتومي طاقت لرو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د تېرو دريو مياشتو راهسې پاكستان سېلاب سره مخ دې٬ د سندھ كوزې سيمې ، بلوچستان ، سوئيلي پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د سېلاب له امله لويے زيان شوې٬ په تېرو دوه مياشتو كښې عمران خان جلسې وكړې تورونه يۍ ولګول٬ په دې جلسو يۍ كروړونه روپۍ مصرف كړې٬ كاش دا پېسه ئې د سېلاب ځپلېو په خدمت٬ خېمو او د مرستې سامان لپاره كارولې وې۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو 75 كالو كښې هېواد ډېر زخمي شوې٬ اختلافات يو خوا ته كېښودو سره به مونږ له دا هېواد جوړول وي٬ خو عمران خان خو دې سازشي٬ ھغه غواړي چې پاكستان پرمختګ او سوكالۍ پلو لاړ نه شي۔ وزيراعظم ووئيل زما دعا ده چې لويے څښتن ده ته د پاكستان د خدمت او هېواد لپاره د جنګ كولو او قربانېدو توفيق وركړي۔ په دستوره كښې وفاقي وزير رانا ثنا الله، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي، طارق فضل چوهدري، انجم عقيل ، زهره ودود فاطمه او نور شخصيات هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې د سي ډي اے چيئرمېن کپټن(ر) عثمان د وزيرعظم او د مېلمنو هركلے وكړو
متعلقہ مضامین
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
CM reviews progress on economic zones project
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
NAB to summon Maulana Fazl in assets beyond means inquiry