اسلام آباد۔3اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې اپوزيشن د نېشنل سكيورټي كونسل لخوا د عدم اعتماد تحريك په شا د بهرني لاس كېدو تصديق تائيد ونكړې شو٬ ځكه هغوي په دې نه پوهېږي چې څه شوي دي٬ د هېواد د اعلی سېكورټي فورم لخوا چې كله دا تصديق وشو چې د عدم اعتماد په شا بهرنۍ لاس وهنه موجود وه نو دا كارروائي غېر متعلقه وه چې شمېره څومره وه ٬ په پاكستان كښې غېر ملكي سفارتكار وفادارۍ بدلوؤنكو غړو سره ملاقاتونه كول٬ اپوزيشن تر دې دمه په دې نه پوهېږي چې دوئي سره څه شوي دي۔ د اتوار په ورځ د تحليل شوې اسمبلۍ غړو او د سېنېټ غړو ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل چې تېره شپه ما خپلو غړو ته وئيلې وو چې يرېږۍ به نه ٬ ده ووئيل نېشنل سكېورټي كونسل سره چې چې كله په امريكا كښې د پاكستاني سفير امريكائي چارواكو سره د شوي ملاقات نوټس په اړه خبره وشوه نو دا منټس جاري كړې شؤ چې عدم اعتماد منصوبه بهر جوړه شوې وه او د پاكستان په سياسي معاملو كښې بهرنۍ لاس وهنه شوې ده۔ ده ووئيل داسې څنګه كېدې شي چې وفادارۍ بدلوؤنكو زمونږ غړو سره د اېمبسۍ كسان ملاقات وكړي ، د ګوند مشرانو سره د دوئي ملاقاتونه خو عقل اخلي چې هغه د هېواد د صورتحال حوالې سره كېدې شي٬ دې غړو سره د ملاقاتونو سبب دا وو چې دا كار بهر پېل كړې شوې وو۔ ده ووئيل كله چې نېشنل سکېورټی کونسل د دې تصديق كوي نو دا كارروائي غېر متعلقه شي چې شمېره څومره ده۔ ده غړو ته ووئيل كه ما دا خبره د شپې نه كړې وه نو بيا به اپوزشين ته دومره پرېشاني نه وه شوې۔
متعلقہ مضامین
-
PM Imran, Turkey’s Erdogan decide to mobilise int’l community to halt attacks on Palestinians
-
Terrorists will never be allowed to disturb hard earned peace: Army Chief
-
Farrukh says no one can be corrupt under Imran Khan
-
Ring road scam: PML-N demands arrest of PM, CM Buzdar
-
Bilawal offers Eid prayers at Naundero
-
Firdous flays PML-N leaders for defending party president
-
Rebel Taliban leader dies of injuries days after attack
-
Pakistan, Sudan agree to efforts for Palestine issue resolution
-
Street crimes register record rise in Karachi
-
Take Control of Happiness — You worth and deserve better
-
Donkey cart driver brutally tortured by Influential Landlord
-
Take Control of Happiness — You worth and deserve better