اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د هزاره جرنلسټس اېسوسي اېشن نويو ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې حكومت د اظهار د آزادې په بنيادي او جمهوري حق كامل باور لري، آزاده ، فعاله او متحرك مېډيا د جمهوريت مضبوطيا او د جمهوري اقدارو ودې لپاره ضروري ده. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د خبريالانو او مېډيا وركرز د حقونو تحفظ لپاره حكومت ټول ممكنه اقدامات كوي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې هيله ده چې نوي ټاكل شوي غړي به د خبريالانو د ستونزو په حل كښې بشپړ كردار ترسره كولو سره سره په نړيواله ټولنه كښې د پاكستان غوره تشخص په ډاګه كړي. د اطلاعاتو وفاقي وزير د هزاره جرنلسټس اېسوسي اېشن نوي ټاكل شوي صدر تېمور جدون، جنرل سېكرټري لقمان شاه، چيئرمېن وقار عباسي، سرپرست اعلٰی وقار فاني، فنانس سېكرټري شاكر عباسي، نائب صدر عمر حيات، نائب صدر حاجي وحيد، جوائنټ سېكرټري چنګېز جدون،نواز احمد، د اطلاعاتو سېكرټري ارشد خان تنولي او د ګورننګ باډې غړو ته په نويو ذمه وارو سنبالولو مباركي وركړه.
متعلقہ مضامین
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
AMAN-21-The message resonates
-
AMAN-21-The message resonates
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
Aman-21: the message resonates