لاهور 09 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د آب پاك اتهارټۍ د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې د پنجاب وزيراعلٰې عسمتان بزدار ٬ ګورنر چوهدري سرور او د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب پشمول نورو لوړ پورو ګډون كړے۔ د غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران آزاد كشمير، ګلګت بلتستان، خېبرپښتونخوا او د بلوچستان صوبائي واكمنو ته آب پاك اتهارټۍ په طرز د څښلو پاكو اوبو وركولو امر كړے ۔ ده ووئيل د پنجاب 12 كروره آبادۍ ته د څښلو پاكې اوبه وركولې شي٬ د پنجاب په 36 ضلعو كښې د 4 اربه روپو په لګښت 1500 پلانټ لګولې شي٬ او دا به په دسمبر كال 2021 كښې ترسره كېږي۔ ده ووئيل په موجوده دور حكومت كښې به په يو واټر فلټريشن پلانټ 30 لكه روپۍ لګښت راځي٬د شهبازشريف په دور كښې د “پاك اوبو كمپنۍ” د لوظونو چغو او ادعاګانو نه علاوه هېڅ نه دي كړي ۔ ده ووئېل د شهباز شريف په دور كښې د 7.5 اربه روپو په لګښت يوازې 116 واټر فلټرېشن پلانټس لګولې شوي۔ فرخ حبيب ووئيل د شهباز شريف په دور كښې په يو واټر فلټريشن پلانټ 6 كروره 40 لكه روپۍ لګښت راغلے ٬ د آب پاك اتھارټۍ له مخې به په يو واټر فلټريشن پلانټ يوازې 30 لكه روپۍ لګښت راځي۔ ده ووئيل آب پاك اتھارټي به په بل فېز كښې سوئيلي پنجاب فېصل آباد ډويژن كښې په يو زر كليو كښې د څښلو د پاك اوبو مركزونه جوړوي٬ په پنجاب كښې نوې فلټريشن پلانټس د “آب پاك اتھارټۍ” په نګرانۍ كښې لګولې كېږي٬ د ترخو اوبو په سيمو كښې به د پاكو اوبو يو زر پلانټس لګولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان پاكې اوبه وګړو ته په چوكاټ دننه د وركولو امر كړے ٬ چې په سبب به ئې د اوبو په سبب د خپرېدونكو رنځونو نه خلق بچ كېدل ممكن شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د مېنګروز سيمو دوره هم كوي۔ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران خان ته د ماحوليات تحفظ پحقله ګردې نړۍ سترګې دي ۔
متعلقہ مضامین
-
Govt giving sanctity to vote in Senate polls through open balloting: Dar
-
Services of national institutions must be appreciated: Parvez Elahi
-
SCCI thanks Buzdar for establishing SDA
-
Capital’s water issue worsening, citizens call for a solution
-
SCCI thanks Buzdar for establishing SDA
-
Petrol price goes up by Rs 2.7 per litre
-
After Khokhar Palace, govt razes offices of Kh Asif’s housing society
-
Engaging with energetic students of foreign policy in Washington DC
-
Petrol price goes up by Rs 2.7 per litre
-
Over 4m people attempt to contact PM Imran during tele-conference
-
Federal govt promotes officers in BPS-20, 21
-
12.7m children to receive typhoid vaccine in Punjab and Islamabad