اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي حكومت كاروبار كښې د آسانيو زياتولو او معاشي پرمختګ لپاره خاص ټېكنالوجي زونز جوړول باوري كوي٬د ټېكس په نظام كښې په اصلاحات پېشرفت د اطمينان وړ دے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم عمران خان په كاروباري عمل كښې لا آسانۍ راپېدا كولو او په خاص توګه د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار او په هېواد كښې د خاص ټېكنالوجي زونز جوړولو پېشرفت لپاره د جائزه غونډې مشري كوله۔د غونډې په مهال وزيراعظم د وفاقي او صوبائي حكومتونو بېلو محكمو لخوا په كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو په لړ كښې تراوسه پېشرفت وستائېلو۔په دې اقدامات كښې د كمپنيو آسان او تېز رجسټرېشن او آن لائن منظوري شامله ده۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې په دې لړ كښې په پاتې اقدامات په تندۍ سره عملدرآمد باوري كړئ۔وزيراعظم د ټېكس په نظام كښې د اصلاحات راوستلو په هڅو د اطمينان څرګندونه وكړه او هدايت يې وكړو چې سوداګرې ورورولۍ ته د زياتو نه زياتې آسانۍ باوري كړئ۔وزيراعظم په پاكستان كښې آپرېشن پیل كولو لپاره د اعلې بوټ كيمپو سره سره د هواوے او سام سنګ غوندې لويې ټيك كمپنۍ راغب كولو كښې د سپېشل ټېكنالوجي زونز اتهارټي هڅې هم وستائېلې۔وزيراعظم په دې موقع ووئيل مطلوبه ايكو سسټم سره به به سپېشل ټېكنالوجي زون زياتې شوې شمېرې سره په هېواد كښې ټيك بزنس ته وده وركولو له آسانۍ راپېدا شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې نورو لويو ښارونو سره سره بلوچستان او آزاد جمو كشمير كښې اېس ټي زيز جوړولو پلو يو ډول پام وكړئ
متعلقہ مضامین
-
PTI shows no trust in chief election commissioner
-
Lt Gen Sahir Shamshad Mirza promoted to the rank of Chief of General Staff: ISPR
-
Buzdar holds second meeting with PM in 24 hours
-
Dutch queen arrives in Pakistan on three-day visit
-
Dutch queen arrives in Pakistan on three-day visit
-
PM asks nation to join hands in making Pakistan ‘clean, green’
-
Korean Buddhist Pilgrims visited Pakistan
-
Senate body stresses need for PEC to be consulted on projects
-
Dr. Sarah Qureshi develops an Aerospace marvel
-
Senators reject US interference in Pakistan’s affairs regarding CPEC
-
Bilawal for adding private doctors to medical board treating Zardari
-
Record number of British Pakistanis in race for UK’s general election