اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز وئيلي دي وزيراعظم عمران خان به د آزاد کشمير وزيراعظم لپاره په درې نامو غور كوي، وزيراعظم عمران خان به په مشاورت سره د آزاد کشمير د وزيراعظم پريكړه كوي۔د زيارت په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل ضمني ټاكنو كښې د پنجاب اسمبلۍ په چوكۍ د پي ټي آئي د كانديد کاميابۍ سره دا ثابت شوې چې تحريك انصاف د ټول هېواد ګوند دے۔ شبلي فراز ووئيل د پنجاب په اړه وئيلي كيدل چې دا د ن ليګ مركز دے، اوس ثابته شوې چې وزيراعظم قامي ليډر دے، د پاکستان اولس به د هغه په مشرۍ كښې هېواد مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئېل د ن ليګ بيانيه د مسترد كيدو د لاسه هغوي تقسيم شوي، ځيني لارښود ګوند يو پلو بوځي، نوازشريف او مريم ګوند په بل پلو بوتلل غواړي ۔ وفاقي وزير ووئيل د پنجاب اولس هم د نواز شريف او مريم بيانيه رد كوي۔ ده ووئيل د نور مقدم قتل کيس يو ټيسټ کيس دے، حکومت موقف لري جې تورنو له سخته سزا وركړې شي
متعلقہ مضامین
-
Muhammad Tahir Rai replaces Mohsin Hassan as Balochistan IG
-
Body of American mountaineer found near K2
-
Muhammad Tahir Rai replaces Mohsin Hassan as Balochistan IG
-
PDM accuses PTI of receiving funding from Israel and India
-
NAB files corruption reference against Murad Ali Shah over misuse of power
-
Cabinet orders probe into Broadsheet scam
-
Cabinet orders probe into Broadsheet scam
-
Pak-China international cooperation yields results
-
Government open to talks with opposition parties: Sarwar
-
Sh Rashid visits Islamabad airport, inspects facilities for passengers
-
Afridi urges Pak, Turk media to highlight IIOJK issue before world
-
Tumultuous end to a chaotic era