اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) پاکستان د هندي چارواكو لخوا په مقبوضه جمو و كشمير كښې د لوي اختر په اجتماعاتو او د څاروو په قربانۍ د بندېز غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې پاکستان مقبوضه جمو و كشمير كښې د لوي اختر په اجتماعاتو او د څاروو په قربانۍ د بندېز په سختو ټكو غندنه كوي٬ د اسلامي تاريخ په اهمه ورځ د اختر لمونځ او په مذهبي اجتماعاتو بنديزونه د هندي واكدارانو د مقبوضه كشمير د مسلمانانو د جذباتو د توهين او تعصب عكاسي كوي٬ دا د مذهبي آزادۍ د بنيادي حق ښكاره خلاف ورزي ده٬ پاکستان په نړيوالې ورورولۍ٬ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په نورو ادارو زور رواړي ھغوي دې د كشميري اولس د مذهبي او آزادۍ د حق غصب كولو او د نړيوال قوانينو او کنونشنز د خلاف ورزو نوټس واخلي٬ هند له په دې حقيقت پوهېدل پكار دي چې په دې ډول اقداماتو د كشميريانو خواهش او د غېر قانوني هندي قبضې څخه د آزادۍ جذبات غلې كېدې نشي٬ پاکستان د کشميريانو د پېائش حق او د خپلواكۍ حق ملاتړ لپاره د عزم پخلې كوي د كومې چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې لوظ شوې دې۔
متعلقہ مضامین
-
Right to life supersedes right to protest: Firdous
-
PM stronglcondemns Indian firing on civilian population along LoC
-
Right to life supersedes right to protest: Firdous
-
Nine members of a family die in Mianwali road crash
-
Justice Aminuddin Khan sworn in as Supreme Court judge
-
Nine members of a family die in Mianwali road crash
-
Nine wounded in Quetta as blast targets police van
-
KP speaker wants sport gymnasium in Abbottabad built at the earliest
-
Iran a supporter of oppressed Iraqi people: embassy
-
Nawaz has critically low platelet count: physician
-
Police arrest two JUI-F leaders from capital ahead of Azadi March
-
Cabinet approves summary to ban JUI-F’s ‘militant wing’: report