اسلام آباد ۔ 6 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي مېرمنې اختيارمندې جوړولو نه غېر د مدينې رياست بنياد مضبوط جوړېدې نه شي۔ زمونږ دين اسلام قرآن حكيم كښې د مېرمنو ژوند كولو او د دوئي د وړاندې تلو اصول وضعه كړي دي۔ د اسلام راتلو نه وروستو عرب ټولنې څخه د لونړو ژوندۍ ښخولو او د وينزو خرڅولو لړۍ ختمه شوه۔ د پاكستان آئين د مېرمنو د بنيادي حقونو د تحفظ ضامن دے۔ موجوده حكومت د مېرمنو په معاشي توګه اختيارمندې جوړولو له ګامونه پورته كوي۔ مونږ هيله لرو چې زمونږ مېندې ٬ خوېندې او لونړا به په معاشي محاذ پاكستان مضبوط جوړولو كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ ځايي هوټل كښې د مېرمنو ورځې حوالې سره دستوره كښې ګډون كولو څخه ورستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل اسلام كښې مېرمنو لپاره ټولنه كښې د وړاندې تږ او د ژوند تېرولو اصول وضعه كړې شوي دي۔ ددې اصولو په رڼا كښې د اسلامي فلاحي رياست بنياد اېښودلې شوې دې او حضور نبي كريم ۖ مېرمنو ته ټولنه كښې ددوئي جائز مقام وركړو۔ دې ووئيل زمونږ په ځينو مېندو ٬ خوېندو او لونړو چې د عورت مارچ په نامه كوم بحث كولې شي او ميډيا كښې په بېل ډول د دوئي په اړه خبرې روانې دي دوئي ته وئيل غواړم چې امن سره احتجاج كول د هر يو پاكستاني آئيني حق دے او مونږ دوئي ته د دې حق وركولو عزم لرو۔ دې ووئيل كومې نعرې سره چې زمونږ مېندې ٬ خوېندې او لونړا راوړاندې كېږي دوئي ته وئيل غواړم چې زمونږ ټولنه مېرمنو ته د دوئي سماجي حقونه او تحفظ وركوي۔ ټولنه كښې ددوئي د حقونو په موجودګۍ كښې داسې نعرو ته حاجت نشته۔ زمونږ مذهبي ٬ معاشرتي او د كور نظام ددې نعرو اجازه نه وركوي۔ مېرمنو له به دا كتل وي چې د ټولنې باوقار مېرمنو وقار ته زيان رسولو له داسې كومې د شمېر څو مېرمنې هڅې كوي۔ دې ووئيل مونږ ته افسوس په دې خبره دې چې ځينې كسان زمونږ ددې لونړو د طاقتور جوړولو په نوم په مېډيا داسې نعرې معارفي كوي كومو سره چې د ټولنې اصلاح نه بلكې ټولنه نوره هم خرابۍ سره مخ كېږي۔ دې ووئيل اسلام مېرمنو ته هغه مقام وركوي چې له امله ئې ددوئي د پښو لاندې جنت اېښودلې شي او د كورودانې په شكل كښې مېرمن د وفا دېوي جوړېږي۔ دې ووئيل د سړو بالادستۍ په ټولنه كښې د مېرمنو د حقونو په لاره كښې ركاوټونه بايد لرې كړې شي او چرته چې چیلنجز دي رياست به ستاسو طاقت جوړېدو سره ستاسو د آزادي تحفظ له خپل كردار ترسره كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Three-day ‘Pakistan Cultural Festival’ concludes in Dushanbe
-
Bilawal Bhutto should better resolve governance issues in Sindh: Firdous
-
26 killed as bus plunges into ravine near Skardu
-
Bill moved in NA to set up university at PM House
-
No case of Coronavirus in Punjab: Fayyazul Hassan Chohan
-
Extension in winter vacation demanded
-
Wedding functions should be packed up by 11:15pm in Hyderabad: govt
-
Punjab Police continue crackdown on hardened criminals, anti-social elements
-
Verdict on Mian Tariq bail in judge video scandal toady
-
Bilawal seeks justice in ZAB, Benazir cases
-
US has ‘no imminent plans’ for flight operations to Pakistan
-
PML-N, PPP lawmakers meet Buzdar, repose confidence on Imran’s leadership