اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان كوټلي پرمختيائي هدفونه د ترلاسه كولو عزم لري٬ جديد دوره سره همكاۍ لپاره مونږ له د سم لور تعين كول ضروري دې٬ مونږ له به ترلاسه وسائل په كوټلې ډول كارولو لپاره منصوبه بندي كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د کامسېټس سلور جوبلي دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل د څلورم صنعتي انقلاب په اوسني دور كښې سائنس، ټيکنالوجي او د انووېشن زياتېدونكې اهميت نشي نظر انداز كېدې ٬ د ژوند په ټولو څانګو كښې د پرله پسې بدلون په تناظر كښې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره د دې اهميت ضرورې دې٬ د سائنس او ټيکنالوجۍ په څانګو كښې په تندۍ سره د پېشرفت له امله د سائنس او ټيکنالوجۍ پحقله د نظم و و نسق فريم ورك او قامي پاليسيوكښې انقلابي بدلي ضروري ده۔ ده ووئيل د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت د قامي وژن او سمت تعين او د سائنس او ټېكنالوجۍ په وده كښې مهم كردار لوبوي۔ ده وئيل په نړيوال٬ سيمه ايز او د قامي پرمختګ په تناظر كښې د نړيوالې او سيمه ايز مرستې موقعې پېدا شوې دي۔ اولس مشر ووئيل كوټلي پرمختګ لپاره نړيوالې اېجنډے پلو پام ګرځولو لپاره ګڼ اړخيزه مرستې ته اړتيا ده٬ سائنسي او د ټيکنالوجۍ انووېشنز ته په ماحولياتي بدلون٬ د خوراك عدم تحفظ٬ د صحت په اشاريو كښې كمې او د بشري پرمختګ د اشاريو غوندې د نړيوال چېلنجونو مخنيوي لپاره د حل په توګه كتلې كېږي٬ د دې خطرو په تناظر كښې د اجتماعي هلو ځلو ضرورت لا زيات شوې دې۔ ده ووئيل د کامسيټس مقصد د پاکستان پشمول غړو هېوادونو كښې د اولس سماجي او معاشي پرمختګ او خېرښګړې باوري كول دي٬ د کامسيټس په ټولنه او په علم آډانه معيشت لپاره صلاحيتونه زياتولو كښې مهم كردار ترسره كولو په اره هڅې د ستائنې وړ دي٬ مونږ له به خپل ترلاسه وسائل په كوټلې ډول كارولو لپاره منصوبه بندي كول وي۔ اولس مشر ووئيل تعليمي ادارې به د دې جوګه كول وي چې پي اېچ ډي سكالران خپله پېدا كړې شي۔ اولس مشر ووئيل د وسائلو بې درېغه استعمال سره زمونږ چاپېرچل ځپلې كېږي٬ درېمه دنيا د اوبو كمي او د غذائي كمبوت سره مخ ده۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې په نړۍ كښې ھغه قامونه پرمختګ كولې شي كوم چې په سباٶن نظر ساتي۔ په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د كامسېټس اېګزيکټو ډائرېکټر احسن جنېد زېدي هم وېنا وكړ
متعلقہ مضامین
-
Overseas Pakistanis to cast vote in by elections
-
Overseas Pakistanis to cast vote in by elections
-
Will opposition play constructive role for better governance in Pakistan?
-
Google changes doodle to mark Pakistan’s 71 years of independence
-
11 injured in a blast in Nushki
-
PPP’s Khursheed Shah submits nominations papers for NA speaker election
-
CJP suggests Panama-type JIT to probe money laundering scandal
-
Need to fight against corruption
-
Four minors drown to death in Shikarpur
-
Capt (r) Safdar sent back to Adiala jail after complete checkup
-
Newborn kidnapped from Jinnah hospital
-
PTI issues notice to MPA over thrashing citizen