اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي زمونږ جنګ د حقونو او د قانون د سرلوړۍ دے٬ چې هېواد كښې د قانون حكمراني وي نو ټولې مسئلې به له مينځه لاړې شي٬ د هېواد قرض 24 زره اربه ته رسوٶنكي په زندان كښې د ټي وي او اے سي آسانۍ لري٬ لوے جرمونه كوٶنكو به زياتې آسانۍ لرلې٬ د بې وسو په كور كښې دا آسانۍ نشته٬ د پخوانو واكمنو د عياشو له امله بې وسه طقبې چقېږي كومې چې مونږ له راپورته كول دي٬ پاکستان به د مدينې رياست په قالب كښې اچوٶ٬ د اسلامي تعليماتو له مخې به اقليتونو ته بشپړ تحفظ وركوٶ٬ د قرآن امر دے چې په چا په زبردستۍ اسلام نشې منلې كېدې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اقليتونو قامي ورځې په موقع خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري او د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې پشمول پارلماني غړو او د اقليتي ورورولۍ تعلق لرونكو په لويه كچه ګډون كړولو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل مونږ هېواد د مدينې رياست په طرز يو جديد رياست جوړول غواړو ٬ د مدينې د ریاست پحقله يو واضح ويژن لرو ٬ ده ووئېل په دې ټول پوهه دي چې دلته چا چا د اسلام په نامه خپل دكانونه جوړ كړې٬ ده ووئيل پاكستان يوازنې هېواد دے چې د اسلام په نامه جوړ شوے او مونږ لپاره د مدينې رياست يوه نمونه ده٬ كومه چې حضورۖ جوړه كړې ده۔ ده ووئيل د مدينې د رياست لوستې نه غېر د پاكستان د جوړېدو مقصد نه شي ترلاسه كېدې٬ د مدينې رياست د اصل ويژن نه به قام خبروٶ۔ وزیراعظم ووئيل د ملامه اقبال ویژن زمونږ په وړاندې دے٬ د مدينې رياست پاكسان لپاره د يو ماډل حېثيت لري۔ وزیراعظم ووئيل په پوهنتونونو كښې به مونږ د مدينې په رياست پي اېچ ډي كوٶ٬ د نړۍ پرمختيائي هېوادونو د مدينې د رياست اصولو له مخې پرمختګ كړې۔ ده ووئيل حضور اکرمۖ 1400 كاله وړاندې د مدينې رياست په نوم جديد رياست جوړ كړے او خپلې آخري خطبه كښې ئې فرمائيلي ٶو مونږ ټول د رنګ او نسل نه پرته د حضرت آدم اولاد يو۔ وزیراعظم ووئيل حضور اکرم ۖ د مدينې د رياست بنياد په اصول او قوانين اېښې دے او د عدل او انصاف پحقله ئې يو مثال جوړ كړې٬ ده ووئېل د نجران نه تللې د مسيحي ورورولۍ خلق ئې په مسجد نبويۖ كښې مېشته كړې وو ٬ ھغوي سره ئې لوظنامه كړې وه او فرمائئ مسلمانان به تر قيامته د دوي د عبادت ځايونو حفاظت كوي٬ مونږ له به په اولس كښې د مدينې د رياست سوچ پېدا كول وي٬ وزيراعظم عمران ووئېل د اقليتونو پشمول ټول خلق چې يو موټې شي نو ورسره هېواد مضبوطېږي۔ وزیراعظم ووئيل د قرآن پاك امر دے چې په دين كښې څوك په زبردستۍ نشي شاملېدې ٬مېرمنو سره په زور زبردستۍ واده او دوي په اسلام كښې داخلول غېر اسلامي فعل دے او په دې لړ كښې سندھ كښې د پېښو رامخې ته كېدو مو اورېدلې دي۔ ده ووئيل د اسلامي تاریخ لوستې كولو سره په دې خبره رسېدې شو چې څوك اسلام كښې په زوره داخلول د قرآن او سنت د تعليماتو نه بې خبري ده۔ ده ووئيل د مدينې په رياست كښې د وخت خليفه هم د يهودي وګړې په مقابل كښې خپله مقدمه بائيللې وه او هلته اقليتي وګړو ته برابر حقونه ترلاسه وٶ۔ ده ووئيل د حضور اکرمۖ ژوند به مونږ لپاره ترقيامته مثال وي۔ وزیراعظم ووئيل كه نن مونږ چرې اوګورو لوي لوي شخصيات
متعلقہ مضامین
-
Leading US investors look towards Pakistan’s emerging market
-
Pakistan dispatches second tranche of relief goods to earthquake-hit Afghanistan
-
Experts call for making mathematics accessible to govt school students
-
EC centres to continue to serve public during holidays
-
Anti-polio drive kicks off in Islamabad
-
EC centres to continue to serve public during holidays
-
Arrangements finalized for first phase of LG elections
-
Mishal Malik calls UN for urgent action against ‘inhuman steps in IIOJK’
-
Security forces kill four terrorists in North Waziristan: ISPR
-
Bugti determined to make Pakistan a drug free country
-
Constable held for gender discrimination
-
Political leaders express condolence over demise of Zardari’s mother