اسلام آباد 25 جولائی (اے پی پی) د سائنس اینډ ټیکنالوجی وفاقی وزیر فواد چوهدری وئيلي دي چې د یو اے ای او سعودی عرب شراکت دارۍ سره به پاکستان كښې بائیو ټیکنالوجی پارك جوړولې شي’ حکومت په ټول هېولاد كښې جدید معیار لرونكې ریسرچ سینټرو جوړولو له چمتو دې۔ دا خبره ده پاکستان كښې تعینات د متحدہ عرب امارات سفیر حمد الظابی سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت پھ ورځ ليدلې ؤ۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونې سره وفاقی وزیر فواد چوهدری د متحدہ عرب امارات سفیر حمد الظابی د سائنس او ټیکنالوجی په څانګه كښې د روانو بيلو پروګرامونو څخه خبر كړو۔ فواد چوهدری د سائنس او ټیکنالوجی په څانګه كښې د دواړه هېوڅادونو ترمينځه شراکت دارۍ ته په وده وركولو زور راوړو۔ فواد چوهدری ووئيل حکومت ټول هېواد كښې جدید معیار لرونكې ریسرچ سینټرو جوړولو اراده لري۔ په دې لړ كښې وفاقی وزیر ووئيل پاکستان كښې د متحدہ عرب امارات او سعودی عرب شراکت دارۍ سره بائیوټیکنالوجی پارك جوړولې كېږي۔ د متحدہ عرب امارات سفیر حمد الظابی د وفاقی وزیر فواد چوهدری پاکستان كښې د سائنس او ټیکنالوجی ودې لپاره هڅې ستائلو سره د بشپړه مرستې باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
AMAN-21-The message resonates
-
Inspiring Women Entrepreneurs in Pakistan’s Energy Sector
-
Another minor girl raped in Khairpur
-
Another minor girl raped in Khairpur