اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان دوه ورځنې دورې ترسره كولو نه پس د اتوار په ورځ وطن ته ستون شو٬ د نور خان په هوائي اډه سيد ذوالفقار عباس بخاري او نورو اعلٰي سول او پوځي چارواكو د قطر امير رخصت كړو۔ د روانېدو نه وړاندې د پاك فضائيه چارواكو د قطر امير ته د جے اېف 17 تهنډر په اړه بريفنګ وركړو۔ د قطر امير په ملټي رول الوتكو كښې خپله ژوره دلچسپي وښودله۔ د وزيراعظم عمران خان په بلنه د قطر امير شېخ تميم حمد الثاني د خالي په ورځ پاكستان ته راغلې و٬ ده سره د لوړې پاې پلاوې هم و۔ وزيراعظم عمران خان مهمو وزيرانو او اعلٰي چارواكو سره د قطر د امير هركلې وكړو۔ د خپلې دورې په مهال د قطر امير وزيراعظم عمران خان او اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقاتونه وكړل۔ د دورې په مهال د قطر امير ته د پاكستان او قطر ترمېنځه د دوستې او ورورولې اړيكو په وده د پاكستان تر ټولو اعلٰي سول اعزاز نشان پاكستان وركړے شو۔ د قطر امير لخوا د پاكستان دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي شركت زياتولو په طريقو غور وكړے شو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې لوظنامې او د مرستې دستاوېزات هم لاسليك كړے شول۔
متعلقہ مضامین
-
Cabinet body mulls filing treason case against Imran
-
Petition moved for appointment of GB governor
-
President slams killing of 10 Kashmiri youth
-
FWMC helpline 1139 active for registration of complaints
-
Avoid ‘unnecessary views’ on Pakistan’s nuclear programme, says CJCSC Nadeem Raza
-
Senate strongly condemns blasphemous remarks of BJP leaders
-
President approves reconstitution of NEC
-
KMU hosts expert consultation meeting on primary care
-
Asif Zardari reaches Lahore, will host lunch for CM Hamza
-
AIOU appoints tutors for matric, intermediate programs
-
Employees close Pakistan Secretariat as talks with govt fail
-
Govt all set to present Rs 9.5tr budget today