اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ته د پاكستان تر ټولو اعلٰي سول ايوارډ نشان پاكستان وركړو۔ د قطر امير په درنښت كښې په ايوان صدر كښې يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور٬ وفاقي وزيرانو٬ د پارلمان غړو او اعلٰي سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ د قطر امير ته د پاكستان او قطر ترمېنځه د ورورولې دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركولو لپاره په هڅو كولو تر ټولو اعلٰي سول اعزاز نشان پاكستان وركړے شو۔ د دې څخه وړاندې چې كله د قطر امير ايوان صدر ته راورسېدو نو اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ده تود هركلې وكړو۔ په دې موقع په روايتي لباس كښې ملبوس ماشومانو د قطر امير ته ګلدستې وړاندې كړې۔ اولس مشر د قطر امير او د هغه د پلاوي په درنښت كښې د غرمې مېلمستيا هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
AMAN-21-The message resonates
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
Opposition’s demand of mid-term elections unconstitutional: Governor
-
Covid-19 claims 2 more patients, infects 189 others