اسلام آباد 20 جون (اے پی پی) سېنېټ د مصر پخواني اولسمشر محمد مرسی په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړې دې ۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په دې لړ كښې سناتور مشتاق احمد قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلي شوې دا غونډه د عرب جمهوری مصر پخواني اولس مشر محمد مرسی په مړينه د غم دړد څرګندونه كوي۔ د محمد مرسی هلې ځلې او قربانۍ د جمهوریت او پارلیمانی سرلوړۍ ، آئین او سول حکمرانۍ، انصاف او بنیادی بشري حقونو لپاره وي او په دې اړه به د هغه قربانۍ بې ځايه نه ځي۔ قرارداد كښې وئيلي شوي ټول جمهوری كسان په ټوله نړۍ كښې او په خاص توګه مصر دې د هغه د قربانیو اعتراف وكړي۔ سېنېټ د محمد مرسی ظلم او جبر په ضد همت او حوصلې ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ محمد مرسی او نورو بنديوانو ستونزو په اړه د نړۍ په لاتعلقۍ د مایوسۍ څركندونه كوي۔ د پاکستان هیومن رائټس واچ د خدشاتو او مطالبې توثیق کوي كومو كښې چې د هغه حالات د آزادو پلټنو غوښتنه شوي كوم چې د مصر د پخواني اولس مشر د مرګ سبب وګرځيد۔ سېنېټ د پاكستان په حکومت هم زور راوړي چې هغه دا د يوې موقع په توګه اخستلو سره د آمرانو او نورو غیر منتخبو قواؤ په ضد د جمهوری حکومتونو مرستې لپاره لیګ آف ډیموکریټك اسټېټس جوړولو له اقدامات پيل كړي۔ سېنېټ غوښتنه كوي چې د پاكستان حكومت د ملګرو ملتونو د چارټر، او آئی سی بشري حقونو په اړه اعلامیې، د بشري حقونو په اړه د قاهرہ اعلامیې ترمخه سیاسی بنديوانو مقدمو منصفانه سماعت لپاره مصر او چرته چې ضروری وي د نورو اسلامي هېوادونو سره هم رابطه وكړي۔ دغسې سېنېټ په يو خله د قرارداد منظوری وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
PTI wants UN probe into long march crackdown
-
Army should have taken back complaint against Mazari: IHC
-
IHC adjourns case regarding Cheema’s removal
-
Govt seeking guidance from stakeholders on IIOJK: Kaira
-
Zardari condemns Imran Khan’s Pak split remarks
-
Johnny Depp’s instagram followers increased after winning defamation lawsuit
-
Johnny Depp’s instagram followers increased after winning defamation lawsuit
-
Man, son shot dead over children’s brawl in Lahore
-
Pakistan offers ‘cheaper labour’ to Turkey’s automobile sector
-
Man, son shot dead over children’s brawl in Lahore
-
Elderly man hit to death
-
Aligarh Prof sent on leave after offering namaz in Aligarh college lawns