اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د كركټ په نړيوال كپ كښې به د پاكستان غيور لوبغاړي د هندي لوبغاړو په ضد بهادرې سره مېدان ته راوځي٬ ټول قوم د قومي لوبډلې بريا لپاره دعا كوي٬ِ زمونږ لوبغاړي عزم٬ حوصله او همت لري٬ په خپل ځان او الله توكل او باور ساتلو سره مېدان ته ورتلل دي٬ هغه لوبغاړې كله ماتې نه خوري چې خپله حوصله لوړه وساتي۔ د مېچ نه وړاندې د كركټ قومي لوبډلې په نوم په خپل پېغام كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې زما دعا تاسو سره ده٬ د ټول قوم دعاګانې تاسو سره دي۔ هغې ووئيل چې لوبغاړي دې خپله حوصله لوړه وساتي٬ قوم د خپلو بچو نه د پوره مقابلې توقع لري۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې ټيم ورك د كاميابې ضمانت دے٬ ځكه تاسو ټيم ورك سره لوبه وكړئ۔ هغې ووئيل چې ټول قوم يوه نعره لګوي چې د پاكستان د كركټ لوبډله نن د هند په ضد كاميابي ترلاسه كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Oil prices rise ahead of U.S summer driving season
-
Oil prices rise ahead of U.S summer driving season
-
Oil prices rise ahead of U.S summer driving season
-
President for skill sets development of IT freelancers
-
Let’s turn Pakistan into country where public service is defined as politics: PM
-
PM resolves to transform Pakistan into an economic power
-
PM resolves to transform Pakistan into an economic power
-
Sugarcane guidelines can help farmers go beyond 500 Maunds per acre
-
34,528 bikers fined for not wearing helmets
-
Sugarcane guidelines can help farmers go beyond 500 Maunds per acre
-
CM imposes ban on rallies in Greater Iqbal Park
-
‘Is it bad that I chose my dog over my girlfriend?’