اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د سوئيلي پنجاب صوبې پھ اړه پاكستان تحريك انصاف مهم قدم پورته كولو سره د جلا صوبې په كچه د تنظيم جوړولو اعلان كړے۔ د دې خبرې پرېكړه د پاكستان تحريك انصاف چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي د وزيراعظم عمران خان سره د ملاقات په مهال وشوه۔ د خالي په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د تحريك انصاف د تنظيم نو په اړه په مهو چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال د هېواد د سياسي صورتحال تفصيلي جاج هم واخستل شو۔ سېف الله خان نيازي په ټول هېواد كښې د تنظيم سازې په اړه د شوي هوم ورك نه وزيراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم خاص هدايت وكړو چې محنتي او وفادار كاركنانو ته دې د تحريك ذمه وارې ورپغاړه كړې شي۔ سېف الله خان نيازي ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف د سوئيلي پنجاب اولس د سياسي او انتظامي حقونو لپاره په خاص توګه فعاله دے۔ ده ووئيل چې د سوئيلي پنجاب صوبې په كچه تنظيم جوړولو لپاره د وزيراعظم عمران خان څخه هدايات ترلاسه كړې شوي دي۔ د تحريك انصاف چيئرمېن او وزيراعظم عمران خان د هداياتو په رڼا كښې به سوئيلي پنجاب لپاره د صوبې په كچه تنظيم سازي كولې شي۔ د تحريك انصاف دا تنظيم به د سوئيلي پنجاب د اولس د خېر ښېګړې اېجنډا مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل چې د هېواد په نورو برخو كښې به هم د تنظيم سازې عمل زر ترسره كړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
IHC grants protective bail to Gandapur
-
IHC grants protective bail to Gandapur
-
No amendment deprives expats of voting rights: IHC
-
Army should have taken back complaint against Mazari: IHC
-
Pakistan, Turkey vow to ‘upgrade’ ties
-
Fire burns woods worth millions in Lahore
-
Pakistan offers ‘cheaper labour’ to Turkey’s automobile sector
-
PM warns Imran Khan ‘not to cross limits’ by giving threats against country
-
Broadband subscribers reach 116 million
-
Rescue 1122 responded to 10,031 emergencies in May
-
PTI to face abrupt disintegration; Pakistan to stay fully safe & sound: Maryam Nawaz
-
PTI to face abrupt disintegration; Pakistan to stay fully safe & sound: Maryam Nawaz