اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) سېنېټ د اعلٰی عدليې په قاضيانو د ريفرنس دائر كولو په ضد قرارداد منظور كړی دې۔د جمعې پھ ورځ سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ظفرالحق قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئېلي شوي وو دا غونډه د حكومت د اړخه د اعلٰی عدليې قاضيانو په ضد دائر كړې ريفرنس د عدليې خپلواكۍ او د اعلٰی عدليې قاضيانو خلاف اقدام ګرځوي او د قاضيانو سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا غونډه د حكومت نه غوښتنه كوي چې د اعلٰی عدليې قاضيانو په ضد ريفرنس بېرته واخلي۔د دې نه وروستو چيئرمېن په قرارداد د غونډې نه رائے واخستې د كومې چې زياتره غړو منظوري وركړه۔د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز ووئيل څومره بدمرغي ده چې نن دا غونډه په نامناسبه ډول چلولې شي او زمونږ غړو له په دې حقله د خبرې كولو اجازه هم ورنه كړی شوه۔په دې مهال حكومتي غړي د چيئرمېن د چوكۍ مخې ته اودرېدل او د قرارداد پھ منظورۍ يې احتجاج وكړو۔د دوي وېنا وه مونږ له د خبرې په موقع نه راكولو زياتې شوې۔د دې پھ ځواب كښې چيئرمېن ووئيل كه تاسو دا ګڼۍ چې قرارداد پھ سم ډول نه دې منظور شوې نو د دې رد كولو لپاره خپل قرارداد رامخې ته كړې
متعلقہ مضامین
-
Govt extends deadline for depositing Hajj dues
-
Govt extends deadline for depositing Hajj dues
-
CM felicitates nation on Youm-e-Takbeer
-
PM, DG ISPR congratulate CPNE members on re-election
-
PM, DG ISPR congratulate CPNE members on re-election
-
Climate change casts adverse impacts on mangoes production this year: Sherry
-
MNAs congratulate nation on ‘Youm-e-Takbeer’
-
100pc anti-polio target achieved in Kasur
-
Climate change casts adverse impacts on mangoes production this year: Sherry
-
PM, DG ISPR congratulate CPNE members on re-election
-
CM imposes ban on rallies in Greater Iqbal Park
-
CM imposes ban on rallies in Greater Iqbal Park