جده 30 مئی (اے پی پی)د سعودي عربستان پھ جده ښار كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خپل ترك هم منصب ميولود چاؤش اولو سره ملاقات كړې ۔د خارجه دفتر ترمخه د زيارت په ورځ جده كښې پھ شوي ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو او د سيمې په وضعه او د خوښې په چارو خبرې شوې ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان او تركيه ګڼ اړخيزه اړيكې لري ځكه چې دا د حكومت نه تر حكومت٬د اولس نه تر اولس او د زړه نه تر زړه پورې پيوست دي۔دواړو هېوادونو په سخت وخت كښې ښكاره د يو بل ملګرتيا كړې۔ده ووئيل د پلوامه پېښې نه پس د پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال هم تركيې د پاكستان د مؤقف مرسته كړی٬په ډېرو نړيوالو مسائلو تركيه او پاكستان يو سوچ او نظر لري۔د تركيې خارجه وزير په دې مهال ووئيل د 15مې جولائي 2017 د امريت ناكامه بريد نه پس پاكستان تر ټولو وړاندې د تركيې حكومت او اولس مشر رجب طيب اردوان له د مرستې باور وركړے ۔ده ووئيل د پاكستان سپريم كورټ د اړخه د فتح الله ګولن تنظيم ترهه ګر ګرځول د ستائنې كار دے ۔دواړه هېوادونه په دې مهال د دوه اړخيزه تجارتي اقتصادي او كلتوري مرستې زياتولو ته صلاح شوي
متعلقہ مضامین
-
Army chalks out relief plan for Cholistan drought victims
-
IHC disposes of pleas by PTI, bar councils
-
LHC disposes of petition against ‘failure’ to release PTI workers
-
LHC disposes of petition against ‘failure’ to release PTI workers
-
LHC disposes of petition against ‘failure’ to release PTI workers
-
Jacinda Ardern pays glowing tribute to late Benazir
-
Jacinda Ardern pays glowing tribute to late Benazir
-
IHC extends its orders against Hanif Abbasi
-
IHC adjourns hearing against Rana Shamim
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal
-
Army lodges FIR against Mazari’s daughter; IHC grants pre-arrest bail
-
Nawaz Sharif to remain alive in history of Pakistan for conducting nuclear tests: Irfan Siddiqui