اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو وزارت ته امر كړې دې چې د پاکستان براډ کاسټنګ اېسوسي اېشن (پي بي اے) او آل پاكستان نيوز پېپرز سوسائټي (اے پي اېن اېس) نمائندګانو سره د واجباتو ادائيګۍ پحقله مشاورت وكړئ شي٬ د اختر نه وړاندې دې د واجباتو ادائيګي باوري كولو لپاره عملي ګامونه پورته كړې شې ٬ د اطلاعاتو وزارت دې حكومتي اصلاحاتي پروګرام د ميډيا د لارې رامخې ته كړي۔ دا امر وزيراعظم د زيارت په ورځ د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د پرنټ او الېكټرانك ميديا واجباتو او ادائيګو پحقله تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ د غونډې په د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د وزيراعظم د ميډيا آفيئرز خاص مرستيال یوسف بېګ مرزا، د پنجاب د اطلاعاتو صوبائي وزير سید صمصام بخاري، سناتور فېصل جاوېد او د وزیراعظم سېكتر ګډون وكړو۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان وزیراعظم د ميديا ته د پېښو مسئلو نه خبر كړو۔ د غونډې په مهال د پي بي اے او اے پي اېن اېس د واجباتو په معاملو هم تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم ووئيل وكړو چې د واجباتو ادائيګۍ پحقله دې وزارت پي بي اے او د اے پي اېن اېس نمائندګانو سره په سمدستي توګه مشاورت وكړي۔ وزیراعظم د اطلاعاتو وزارت ته امر وكړٶ چې د اختر نه وړاندې دې واجبات ادا كول باوري كولو لپاره عملي ګامونه پورته كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل چې د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله دې د دې عمل په ذاتي توګه نګراني وكړي۔ وزيراعظم ووئيل د رائے د اظهار د ازادۍ په آئيني او بنيادي حق پوخ باور لرو٬ آزاد او د ذمه وار صحافت وده د جمهوريت مضبوطيا لپاره ضروري ده۔ وزیرا عظم عمران خان ووئيل د ميډيا صنعت سره د تړون لرونكو كسانو مسئلو نه ښه خبر يو٬ او د دې هواري ته وړومبۍ ترجيح وركوٶ، د اطلاعاتو وزارت دې حكومتي اصلاحاتي پروګرام د ميډيا د لارې رامخې ته كړي
متعلقہ مضامین
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
All institutions should carry out development work on Kartarpur: ETPB
-
KP government to provide facilities to TMAs