اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي اوسنې حكومت د وړو كروندګرو ښېګړې او د كركيلې څانګې پرمختګ ته پام لرنه كوي٬په دې لړ كښې به چين سره د سي پیك فريم ورك ترمخه د كركيلې په اړه مرسته زياتوالې شي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د نېشنل فوډ سېكورټي وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان سره د ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع د پلاننګ سېكتر ظفر حسن٬د نېشنل فوډ سېكورټي سېكتر ډاكټر هاشم پوپلزئي او د سي پېك پراجېكټ ډائرېكټر احسان داؤد هم موجود وو۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي د كركيلې څانګې ښه والي او پېداوار زياتولو له د كركيلې په بېلو څانګو كښې د چين د لويو كمپنو سره په ګډه د شريكو پروژو پېل كولو هڅې كوو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په خاص توګه لائيو سټاك٬كبان نيولو٬سټرس٬د آلو او وريژو په څانګو كښې د مرستې زياتولو زيات ګنجائش شته۔وفاقي وزير ووئيل د سي پېك بزنس ايډوائزري كونسل جوړ كړی شوې چې پكښې د بېلو څانګو سره تعلق لرونكو لويو كمپنو له نمائندګي وركړې شوې چې مقصد يې د سي پېك فريم ورك له مخې د چين سره په سباؤن كښې د مرستې لا قوي كولو لپاره نوې څانګې په ګوته كول دي۔د ملاقات په مهال پھ دې خبره هم بحث وشو چې د وزيراعظم عمران خان په روانه
متعلقہ مضامین
-
SC settles one matter, raises many questions
-
SC settles one matter, raises many questions
-
Strike in IIOJK on Saturday on martyred leaders’ anniversaries, against illegal detentions
-
COAS confers military awards to Army personnel for their gallantry during operations
-
Use of modern technology, suitable varieties emphasized to enhance rice output
-
Wafaqi Mohtasib forms mechanism to resolve complaints of business community
-
Insaf card to start from July 1
-
Regional Ombudsman holds open court
-
Coalition strives to resolve multiple issues: Marri
-
Posters appear in Srinagar demanding release of Yasin Malik
-
Coalition strives to resolve multiple issues: Marri
-
Posters appear in Srinagar demanding release of Yasin Malik