اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي په روانه وضعه كښې پارليمان د اولس هيلې ترسره كړې ۔ مخالفې ډلې حكومت سره په اودرېدو ثابت كړې چې د كوم هم ډول حالاتو مقابلې له به پارلمان څخه سباؤن كښې هم مثبت پېغام ځي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ده ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ لپاره ډېره د خوشحالۍ ده۔ مونږ خپل هېواد لپاره لوئې كار كړې ۔ د تېرې اونۍ په مهال چې كوم بحراني كېفيت ؤ په هغې كښې مخالفې ډلې هم بشپړه مرسته كړې او په دې ئې مننه كوو۔ ده ووئېل په دغه لوئې بحران كښې مونږ د خپل پوځ بشپړ ملاتړ كړې او د اولس هيلې مو ترسره كړې ٬ ده ووئېل مونږ په اتفاق دا ثابت كړې چې په كومو هم سختو حالاتو كښې به پاكستان تر ټولو وړومبنې وي۔ ده ووئيل په دې صورتحال كښې د قام باور هم بحال شوې ۔ هند ته دا ځواب هم وركړې شوې چې دا پارلمان د اولس هيلې ترسره كولو سره هېواد لپاره به يو موټې وي
متعلقہ مضامین
-
Follow constitutional process on no-confidence motion: SC
-
CM allocates Rs. 8b for Ramazan package
-
APHC leaders welcome FMs attending OIC moot in Islamabad
-
OIC moot: Egyptian foreign minister arrives in Islamabad
-
Accidental short circuit fire controlled at Sialkot Garrison: ISPR
-
OIC moot: Egyptian foreign minister arrives in Islamabad
-
Accidental short circuit fire controlled at Sialkot Garrison: ISPR
-
OIC moot: Egyptian foreign minister arrives in Islamabad
-
Speaker summons NA session on March 25
-
21 dead, 1,165 injured in traffic accidents across Punjab
-
Pakistan strongly condemns Houthis’ attack on Saudi Arabia
-
Seven of a family die in road accident on Indus Highway