اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي بايد تعلیم كښې انصاف وكړې شي٬ د تعليم يو ډول نصاب باوري كولو لپاره هڅې كوٶ٬ د خواندګۍ شرح زياتولو لپاره كار كوٶ٬ اسلام آباد كښې د يوولس زرو نه د زياتو ماشومانو په سكولونو كښې داخلولو لپاره پروګرام پېل كوٶ۔ د نهې په ورځ د غېر سركاري تنظيم “اثر” لخوا د كال 2018 د تعليم جاج اخستو راپور مخ كتنې دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ د تعليم حال په دې راپور كښې ښكاره كړې شوې ٬ شمېرې څرګندوي چې حالات د وړاندې نه بهتر دي٬ زمونږ لپاره تعليم يو چېلنج دےاو ماشومان سكول ته روانول زمونږ ترجيح ده۔ ده ووئيل د جينكو تعليم ته هم پاملرنه كوٶ مونږ غواړو چې هلكانو سره جينكۍ هم په تعليمې مېدان كښې اودرېږي ٬ مونږ غواړو چې هېواد كښې د تعليم نظام بهتر شي٬ ده ووئېل د تعلیم بالغان په اړه فكر كول غواړي ٬ د هېواد د خواندګۍ شرح د 58 فيصده نه كمه ده۔ وفاقي وزير ووئيل ډېر والدين دا ګڼي چې په ماشومانو د زده كړې هېڅ ګټه نشته ٬ د مور او پلار دا سوچ بدلول غواړي ٬ ده ووئېل په نصاب كښې هنر شاملول ډېر ضروري دے٬ مونږ ماشومانو ته نوې هنر تعليم سره وركول غواړو۔ په دې معال د اېن جي او “اثر” اداره تعليم او خبرتيا تر انتظام لاندې ٬ د شراكت دارو په مرسته خپل اتم كلن راپور جاري كړې دې
متعلقہ مضامین
-
Five held for kite flying, selling
-
Lahore CCPO removed from post
-
Milvik Mobile Pakistan partners with ROZEE.PK to launch BHealthy
-
PML-N govt committed to provide maximum relief to masses: Javed Latif
-
CM Punjab election: Pervaiz Elahi to meet MPAs today
-
Prolonged unscheduled power loadshedding takes people to streets
-
NADRA asked to address CNIC issues
-
NADRA asked to address CNIC issues
-
ITP operations against wrong parking in full swing
-
ITP operations against wrong parking in full swing
-
Control room set up for NA-33 Hangu by-elections
-
Tajik president felicitates Shehbaz Sharif