اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) د سعودي عربستان د تجارت وزير ماجد بن عبداللہ وئيلي دي د پاكستان او سعودي د دوه اړخيزه اړيكو ودې له وزيراعظم عمران خان ډېر اهميت لري٬ مونږ د دغسې كردار هيله د هر مشر نه لرٶ٬ د پاكستان او سعودي دوه اړخيزه اړيكو نوي اړخ خپل كړي٬ دواړو حكومتونو له د پېښو مسئلو خاتمې له نور كار او دوه اړخيزه تجارت لا زياتولو ته اړتيا ده ٬ وزیراعظم عمران خان پاکستان سره مخلص دے۔ د ګل په ورځ ځائي هوټل كښې پاك سعودي بزنس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاكستان سره زمونږ تجارتي حجم ډېر كم دے كوم چې زياتولو ته اړتيا لري ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكو نوي اړخ خپل كړې ۔ ده د حل طلب مسئلو د فهرست جوړولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل دې سره به د مسئلو هواري له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل مونږ سماجي ٬ معاشي او شريكې اړيكې لا زياتولې شو۔ ماجد عبداللہ ووئيل د پاك سعودي په دوه اړخيزه اړيكو ودې له وزیراعظم عمران خان کردار ډېر اهميت لري او مونږ د دا ډول كردار هيله د هر مشر نه لروٶ۔ ده ووئيل سعودي عرب به پاكستان سوله ايز او پرمختګ كوٶنكي هېواد جوړولو له ممكنه هڅې كوي۔ د سعودي عرب د تجارت وزير ماجد عبدالله ووئيل پاكستان زمونږ دوېم كور دے
متعلقہ مضامین
-
Petroleum products’ price kept unchanged
-
CPEC administrative restructuring in full swing
-
Kh Saad chairs meetings on ML-1
-
Commissioner directs action against trade of illegal arms
-
Ban on congregational prayers in IIOJK reflection of Modi’s fascist mindset: Ilyas
-
KP imposes ban on aerial firing, display of arms on eve of Eid
-
Ban on congregational prayers in IIOJK reflection of Modi’s fascist mindset: Ilyas
-
CII for action against culprits for violated sanctity of Masjid-e-Nabvi
-
Govt utilizing available resources to end load shedding: minister
-
Three killed in different incidents
-
CII for action against culprits for violated sanctity of Masjid-e-Nabvi
-
Minister advises to adopt precautionary measure during heat wave