اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان پاکستان ته د راتګ په موقع كوټلې امنيتي پلان جاري كړې دې۔ په دې موقع به مېټرو بس سروس تر پېنډۍ محدود كولو او د عام ګاډو به رېډ زون ته اجازه نه وي۔ د داخله وزارت لخوا د شاهي مېلمه د راتګ په موقع كوټلې امنيتي پلان جاري كړې شوې۔ په دې لړ كښې د قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د سعودي سفارت شريكه غونډه شوې۔ په غونډه كښې د شاهي مېلمه د راتګ نه وړاندې د امنيتي ډلې لپاره به ريهرسل هم كولې شي٬ د پولیس او رینجرز د 2 زره نه زيات اهلكار به په ځائ كولې شي۔ او دوي ته به خاص پاسونه جاري كولې شي۔ رېډ زون او خوا او شا كښې به يوازې امنيتي پاس لرونكو اهلكارو ته اجازه وي۔ اسلام آباد كښې به ډرون او دغسې د لوبو چورلكې د ليدلو سره ويشتلې شي٬ رېډ زون به په بشپړه توګه سيل وي او د لاهور او پېښور ټرافېك ته به د اېكسپرېس وے كارولو اجازه نه وي۔ د فېض آباد تر راول بند چوك، کشمیر چوك پورې به ټرافېك بند وي٬ په شاهراہ دستور به راډيو پاكستان څخه تر سرينا هوتل ٬ سهروردي روډ بند وي او د غسې مري روډ به د فېض آباد انټرچېنج نه تر سرينا چوك بند وي ٬ اېکسپرېس هائی وے د کورال چوك څخه د فېصل اېونيو تر 15 يوټرن محدودو وختونو كښې بندولې شي او دغسې پېښور٬ كهوټه او د مري نه راروان ټرافېك ته به متبادل لاره وركولې شي٬ د ولي عهد راتګ نه وړاندې به بي ډي اېس څخه هم سېكورټي كليئر كولې شي او د ښار په مهمو سړكونو به امنيتي چېك پوائنټس جوړولې شي۔ ښار ته په ټولو داخلي پوائنټس به خاص امنيتي اقدامات كولې شي۔ د رېډ زون خوا اوشا سيمه به دوو ورځو لپاره په بشپړه توګه بنده وي او د ولي عهد د راتګ او تګ په وختونو كښې به اسلام آباد كښې فضائي سروس هم بند كوي۔ په اسلام آباد كښې به موبائل فون سروس په جزوي توګه بند وي او په خاصو وختونو كښې به د لويو ګاډو ښار ته هم په داخلېدو پبندېز وي۔ مري روډ٬ راول بند چوك ٬ كشمير هائي وے او شاهراه دستور به عام ټرافېك لپاره بندې وي
متعلقہ مضامین
-
Niazi regrets timing, motive behind opposition’s move
-
KP govt to provide Rs 2m to each family of Kocha Risaldar’s martyrs
-
Lawmakers from Sindh repose confidence in Imran Khan
-
Time for PM to turn the tide has passed: PML-Q
-
Girl students fall ill after consuming tablets provided by health team
-
PM throws public debate challenge to opp, media
-
Opposition parties would fail in ‘vote of no confidence’ motion: Mushtaq Ghani
-
KITE taking tangible measures for facilitating tourists
-
Currency rates of NBP
-
Pakistan concerned over hijab ban by Indian court: FO
-
President urges workplace culture based on transparency, ethics for a prosperous Pakistan
-
Excise police recover 266 kg hashish