اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان ټول عمري افغانستان كښې د امن په لړ كښې طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ كړې۔ پاكستان افغان امن عمل كښې تر خپله وسه كردار ترسره كړې او كوي به ۔ د جمعې په ورځ ميونخ كښې د نړيوال امنيتي كنفرنس په موقع د المان ورځپاڼې سره مركه كښې ده ووئيل ميونځ كښې نړيوال امنيتي كنفرنس يو مهم نړيوال فورم دے۔ نن ګردې نړۍ څخه خارجه وزيران ٬ دفاعي او امنيتي بوهان يو ځائې راغونډېږي او په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو خپل نقطه نظر وړاندې كوي۔ مشاورت سره به د ګډې لائحه وضعه كولو له مرسته ترلاسه شي۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان ټول عمري افغانستان كښې د امن راستو په لړ كښې طالبانو سره د مذاكراتو ملاتړ كړې۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن نه يوازې افغانستان بلكې ټولې منطقې له ضروري دے۔ ده ووئيل نن افغانستان كښې د امن په ځائې كولو په اړه د پاكستان دريځ تقويت مومي۔ تېره ورځ پلوامه جموں وكشمير كښې د رامخې ته شوي ځانمرګي بريد او د هندي تورونو په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ د اولنۍ ورځې څخه د هند په شمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره غوره اړيكې غواړو او په دې لر كښې د وزيراعظم عمران خان بيان هم په ريكارډ
متعلقہ مضامین
-
Sarwar proposes reserved seats in assemblies for overseas Pakistanis
-
Govt taking legal action against ‘dissident’ MPs
-
NAB arrests man in billions of rupees scam
-
Imran Khan’s survival is ‘difficult’: MQM-P
-
Gen Bajwa visits ASC Centre Nowshera
-
Opposition’s horse trading exposed: CM
-
Opposition’s horse trading exposed: CM
-
Opposition’s move of no-confidence to fail badly: Asad Umer
-
SC gives landmark judgement on persons with disabilities: Justice Mansoor
-
Opposition’s move of no-confidence to fail badly: Asad Umer
-
Opposition’s horse trading exposed: CM
-
PTI in tatters?