اسلام آباد 24 جنوری (اے پی پی) وفاقی کابینې د میډیا ریګولیټری اتھارټی جوړولو ، ای او بی آئی پنشنرز له پنشن كښې د 10فیصده زياتوالې منظوری ، لاهور پیمرا کمپلینټ کونسل لپاره بیرسټر محمد احمد ،سحر زرین د غړو په هيڅ ، د بلوچستان پیمرا کونسل لپاره عبدالجلیل د چیئرمېن په هيڅ ، همایوں احمد ،اېم عظیم کاکړ، ریحانه خلیجی د غړو په هيڅ د غوره كولو او د 58 ملیونه ډالره ضمنی ګرانټ منظوری ورګړې شوه ، ویزہ رجیم كښې د لوئ بدلون پريكړې سره دا ګرانټ به د هاؤسنګ څانګې لپاره استعمالېږي، وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې غونډه كښې وزیراعظم د ساهیوال په پېښه سمدستي انصاف وركولو ، په ككړو كسانو مقدمه په سمدستي توګه عدالتونو ته د وړاندې كولو او د پنجاب پولیس اصلاحاتو په سمدستي توګه د عمل درآمد امر كړے دے ، پنجاب كښې په وړومبي پړاؤ كښې 100ماډل پولیس سټېشنې جوړولو او د خېبرپښتونخوا طرز پولیس ایکټ راوړلو پريكړه شوې ده ۔ پاکستان په وړومبي ځل د نړۍ لپاره اوپن کولو سره ویزہ رجیم كښې د لوئ بدلون پريكړه هم وكړې شوه ،وزیراعظم عمران خان ایرا په این ډی اېم اے كښې د ضم کولو په عمل د عدم اطمینان څرګندونې سره سپارښتنه كړې چې ایرا دې په سمدستي توګه این ډی ایم اے كښې ضم کړې شي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن د زيارت پھ ورځ میډیا ته بریفنګ وركولو سره ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پنجاب په اړه د اعلی پائې غونډه وشوه چې پكښی د پنجاب وزیراعلی ، د پنجاب چیف سیکتر او د پنجاب آئی جی ګډون وكړو۔ په غونډه كښې پريكړه وشوه چې پنجاب كښې په وړومبي پړاؤ كښې 100ماډل پولیس سټېشنې جوړولو او پنجاب كښې خرابۍ لرې كولو سره د خېبر پښتونخوا په طرز د پولیس ایکټ راوړولو پريكړه وشوه۔ وزیراعظم عمران خان د ساهیوال په معامله په سمدستي توګه د انصاف وركولو سسپارښتنه وكړه او چارواكو ته ئې ووئيل چې د ككړو كسانو مقدمې په سمدستي توګه عدالتونو ته وړاندې كړئ۔وفاقی وزیر ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يوه بله مهمه غونډه كښې پريكړه وشوه چې پاکستان په وړومبي ځل د نړۍ لپاره پرانستلې كېږي ،ویزہ رجیم كښې د لوئ بدلون پريكړه شوې، دې څخه وړاندې چرې پاکستان د اړخه ویزہ رجیم كښې دا ډول بدلون نه ؤ شوے ، ده ووئېل دې ویزہ رجیم كښې د بدلون ګټه به خبريالانو ،کاروباری طبقو پشمول ټولو ته ورسي او پاکستان كښې به سېلګري زياته شي۔ چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې پرېكړو په اړه ووئيل د خزانې وزير اسد عمر كابينې ته د ضمني فنانس بل 2019 په اړه بريفنګ وركړې ،د ضمنی فنانس بل په زړه پورې غبرګون راغلې او هم په دې بنياد به مخ په وړاندې تګ كوٶ او راتلونكي اصلاحات به هم د دې له مخې كوٶ۔ ده ووئيل كابينې د نوې رېګولېټري اتهارټۍ جوړولو منظوري وركړې ۔ وزیراعظم عمران خان سپارښتنه وكړه چې رېګولېټري اتهارټۍ لپاره د خبريالانو تنظيمونو٬ د مخالفې ډلې پشمول دې ټولو سټېك هولډرز سره مشاورت وكړې شي دغسې چې يو داسې ډهانچه جوړه كړې شي كومه چې ټولو ته قبول وي ۔ فواد چوهدري ووئيل كابينې د پاكستان رېګولېټري اتهارټۍ (پېمرا) ٬ د كونسل آف كمپلېنټس ( سي او سي) لاهور لپاره د بېرسټر محمد احمد او سحر زرين بنديال نامې د غړو په توګه او دغسې پېمرا او سي او سي بلوچستان لپاره عبدالجليل چيېرمېن او همايون احمد ٬ اېم عظم کاکړ او د ریحانه خلیجي نامې د غړو په توګه ټاكنې لپاره هم منظوري وركړې ۔ د اطلاعات وزير ووئېل كابينې اېمپلائز اولډ اېج بېنفټس (اي او بي آئي) د پنشنر په پنشن كښې د لس فيصده اضافې اعلان وړاندې كړې خو په ھغې عمل نه ؤ شوې ٬ دغسې كابينې د ھغې هم منظوري وركړه او امر ئې وكړو چې په سمدستي توګه دې پرې عمل باوري كړې شي ٬ فواد حسېن ووئيل پاكستان كښې بې وسه كسانو ته كورونه وركولو لپاره حكومت په تندۍ سره كار كوي او په دې لړ كښې كابينې ري فنانسنګ لپاره د 58 مېليونه ډالرو د ضمني ګرانټ هم منظوري وركړې ٬ ده ووئېل حكومت بې وزله اولس له كورونه وركولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي٬ پنځه اربه روپۍ فنډ قرض حسنه لپاره جوړ كړې شوې۔ د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) د پرېكړو توثيق هم كړې دې
متعلقہ مضامین
-
Peshawar to get tube-well water for seven hours a day
-
‘Communal forces trying to politically isolate IIOJK’s real representatives’
-
Peshawar blast part of ‘big conspiracy’ against country: Fawad
-
Bike-lifter gang busted, 26 motorcycles recovered
-
Peshawar to get tube-well water for seven hours a day
-
Modern technology adoption for cotton production need of hour: Agri experts
-
Police hold open court on facebook live
-
Bike-lifter gang busted, 26 motorcycles recovered
-
Peshawar blast part of ‘big conspiracy’ against country: Fawad
-
Opposition making futile attempts for no-confidence move: Buzdar
-
1000 US $ International Squash Tournament from March 9
-
‘Peshawar blast an inhuman act’