اسلام آباد 16 جنوری (اے پی پی)د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي ادارې په خپلواكه ډول خپل كار كوي٬تر 30 مارچ به نوره هم صفائي اوشي٬د وزيراعظم عمران خان سياسي بصيرت او ښه سوچ له امله معيشت په سم لوري روان دے٬د عمران خان د ښو صلاحيتونو اعتراف ټوله نړۍ كوي٬متحده عرب امارات ٬ چين او سعودي عرب پشمول ملګرو هېوادونو پاكستان مايوسه كړی نه دې٬آصف علي زرداري(ن)ليګ د خپل ځان بچ كولو لپاره كاروي ٬د زرداري كيس د نواز شريف د كيس څخه هم زيات خطرناك دے٬اوس به پريكړه كېږي چې انصاف به وي يا د غلو راج٬د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړی جوړیدې شم٬ګواهي وركوم چې شهباز شريف اېن آر او غواړي٬نواز شريف به په زندان كښې وي٬ډېر زر به زرداري هم زندان ته لاړ شي۔ده د شورو په ورځ قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي سره خبرې اترې كولې۔د رېلوے وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان شپه او ورځ هلې ځلې كوي٬پخواني حكومت خالي خزانه پرېښودې وه٬اوسنې حكومت دا مهال د پخواني حكومت ګند پاكوي٬ ده ووئېل 2019 به د پاكستان لپاره ټېك اپ كال ثابت شي٬سږ كال د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به په ټولو مسئلو قابو وموندلې شي۔ده ووئيل څنګه چې د پنځو مياشتو په مهال معيشت ښه كړی شوې دغسې په ټولو څانګو كښې به كار روان ساتلې شي٬په هېواد كښې بهرنۍ سرمايه كاري او كاروباري طبقې له آسانيو وركولو له او معاشي پرمختګ له په 21 جنوري مني بجټ راوړو۔ده ووئيل حكومت د اولسي خذمت اقداماتو د لارې هېواد د پرمختګ پلو روانولو له هلې ځلې كوي٬حكومت به د خپل اولسي خذمت د لارې د اپوزېشن د سازشونو مقابله كوي
متعلقہ مضامین
-
Can’t guarantee if no-trust move will succeed: Bilawal
-
Opp deadlines against govt have bitten the dust: Fawad
-
Prime Minister Imran Khan is popular political leader: Asad Umar
-
No-trust move: Shehbaz bars party MPs from going abroad
-
Opp deadlines against govt have bitten the dust: Fawad
-
Widespread rain, snow likely in KP: Met
-
Widespread rain, snow likely in KP: Met
-
PM won’t compromise on country’s sovereignty: Farrukh Habib
-
PM won’t compromise on country’s sovereignty: Farrukh Habib
-
Court disposes of reference against former KP governor
-
Govt determined to provide equal rights to women: minister
-
IHC clubs two petitions against PECA