پنډۍ ۔ 16 دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د 15 خطرناك ترهګرو د مرګ سزا توثيق كړې ده۔ د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ د جاري كړې شوي پرېس ريليز ترمخه دا ترهګر په سنګينو وارداتونو كښې ككړ وو په كومو كښې چې د پاكستان په وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو بريدونه ٬ پېښور ته نزدې كرسچن كالونۍ كښې ځانمرګې بريدونه ٬ تعليمي ادارې تباه كولو او د بې ګناه وګړو وژلو په ډول سنګين وارداتونه شامل دي۔ ددوئي د ترهګرۍ كارروايو په نتيجه كښې په مجموعي توګه 34 كسان وژلي شوي په كومو كښې چې دوسله والورځواكونو 21 اهلكارو ٬ د اېف سي 9 او ددوه پوليس اهلكارو په شمول دوه عام وګړي هم شامل دي۔ دغسې 19 كسان نور ژوبل كړې شوي دي۔ سزا موندونكو ترهګرو سره چاؤدېدونكي توكي او لوئې مقدار وسله نيولې شوې ده۔ دوئي ترهګر كالعدم تنظيم سره تعلق لري۔ د دوئي مقدمې په پوځي عدالتونو كښی واورېدلې شوې۔ دوئي د ټرائل په مهال خپلو بيانونو كښې د جوډیشل مجسټرېټ وړاندې د ترهګرۍ پېښو كښې د ككړ كېدو اعتراف كړې وو۔ دوئي سره سره نور 20 تورونو ته د زندان سزا اورولې شوې ده۔ كوم كسان چې سزا شوي دي د هغوي نامې دا دي حمید الرحمان ولد معظم اللھ ٬ سید علی ولد منور خان ٬ ابرار ولد عبدالرحیم ٬ فدا حسین ولد محمد حسین، رضا اللھ ولد اکرام اللھ، رحیم اللھ ولد فتح خان، عمرزاده ولد بشار، امجد علی ولد محمد آجان، عبدالرحمن ولد عبدالوھاب، غلام رحیم ولد منجرا خان، محمد خان ولد غلام حیدر اور رحیم اللھ ولد نورانی ګل، رشید اقبال ولد حمید اقبال، محمد غفار ولد قاری محمد ظریف او رحمان علی ولد محمد عزیز۔ د دوئي قبضې څخه لوئې مقدار كښی وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شوي وو او دوئي د ټرائل په مهال خپلو بيانونو كښی د جوډيشل مجسټرېټ په وړاندې د خپلو جرمونو اعتراف هم كړې وو۔
متعلقہ مضامین
-
Shafqat directs enhancing Kamyab Jawan Program quota for AJK
-
‘Grass root progress-based projects must be launched in Hyderabad’
-
UN searches for toddler lost in Cyprus’ buffer zone
-
Mardan’s AAC pays surprise visit to markets
-
PM launches Raast programme for fast digital transactions
-
Countrywide COVID-19 positivity ratio drops to 4.97 percent first time in a month
-
PPP destroyed national institutions, still believes in ‘Marxism’: Fawad
-
Petrol price hits historic high after Rs12.03 hike
-
IG orders RPO to supervise investigation of Khanewal incident
-
Secretary Culture served notice for illegal action
-
Govt relaxes Covid curbs in cities with under 10% positivity
-
Cold, partly cloudy weather likely in most parts of KP: Met office